د (SPSS)، مقالې لیکنې، د ګوګل استعمال او ماخذ لیکنې اړوند سمینارونه وړاندي شول

zabu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۹ - ۹:۲۹
AS

د استادانو د کاري ظرفیت لوړونې په موخه د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې، د مسلکي پرمختیایي مرکز په کنفرانس خونه کې، د کندهار پوهنتون څخه راغلو استادانو د SPSS، مقالې لیکنې، د ګوګل استعمال او ماخذ لیکنې اړوند سمینارونه د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې استادانو ته د دوو ورځو په جریان کې وړاندي کړل.

لومړۍ ورځ، د کندهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځی استاد پوهنیار محمد یوسف اڅک د دوه ورځني SPSS سمينار څخه لومړۍ برخه، پوهندوی وحیدالله اعظمي او پوهنمل سید انور شاه عابد بیا د مقالې لیکنې د اصولو په اړوند سمینارونه استادانو ته وړاندي کړه.

دوهمه ورځ، پوهنیار محمد یوسف اڅک د دوه ورځني SPSS سمينار څخه دوهمه برخه او د پوهنمل سید انور شاه عابد له لوري د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې شرعیاتو پوهنځی استادانو ته د ګوګل د استعمال او ماخذ لیکنې اړوند معلومات شریک کړل.

یاد سمینارونه د مسکلي پرمختیایي مرکز د پلان مطابق د کندهار پوهنتون د استادانو له لوري چمتو شوي وو.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۳:۴۶
Background image

د ژمنلیک د ښه تطبیق په موخه له محصلینو سره غونډه ترسره سوه 

د ژمنلیک د ښه تطبیق په موخه له محصلینو سره غونډه ترسره سوه 
د میرویس خان نیکه پوهنتون ـ زابل د علمي او محصلانو چارو مرستیال، مفتي عزت الله نوري صاحب، له محصلینو سره د ژمنلیک د ښه تطبیق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۸
Background image

د ژوند له مشکلاتو او فشارونو سره د مبارزې تر سرلیک لاندې سمینار وړاندې سو 

د ژوند له مشکلاتو او فشارونو سره د مبارزې تر سرلیک لاندې سمینار وړاندې سو 
د علمي او محصلانو معاونیت اړوند د محصلینو د خدمتونو او همغږي مدیریت او د راونې مشاورې مرکز په همغږي سره د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲
Background image

له اړوندو سکتوري ادارو سره د همږغي لومړۍ غونډه تر سره سوه

له اړوندو سکتوري ادارو سره د همږغي لومړۍ غونډه تر سره سوه
د ميرويس خان نيکه پوهنتون-زابل د رهبرۍ په لارښوونه او د څېړنو او علمي مجلې آمريت په نوښت، له اړوندو سکتوري ادارو سره د همږغي. . .

BACK TO NEWS