شرعیاتو پوهنځی
په هیواد کې د لوړو زده کړو مؤسسو له پراختیا او پرمختګ سره سم په ۱۴۰۰ هـ ش کال کې د عاليقدر امیرالمؤمینین شیخ الحدیث هبة الله اخندزاده صاحب حفظه الله په ځانګړي فرمان د هیواد په ټولو هغو دولتي مؤسساتو او پوهنتونونو کې چې د شرعیاتو پوهنځي یې نه درلودي ورته ورکړل شوي. میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسه هم د هغو مؤسسو څخه وه چې تر دې دمه یې شرعیاتو پوهنځي نه درلوده ترلاسه کړه. یادي پوهنځي په ۱۴۰۱ هـ ش کال کې د دوو څانګو ( فقه او قانون او اسلامي تعلیمات) په لرلو سره په فعالیت پیل او نوي محصلین یې جذب کړل.
لرلید:
د شرعیاتو پوهنځي به د دیني علومو د څيړنو او تحقیقاتو په برخه کې د هيواد په کچه داسي یو مرکز واوسي ترڅو ټولنې ته وړ او مسلکي کادرونه وړاندي کړي.
رسالت:
د شرعیاتو پوهنځي غواړي چې د مناسبو تدریسي، څيړنیزو او باکیفیته خدمتونو زمینه برابره کړي، څو پرمټ یې د هيواد په کچه د ټولنې د خدمت لپاره د قرآن او سنتو په رڼا کې ژمن او مسلکي کادرونه وروزي.