td

اقتصاد پوهنځی

اقتصاد پوهنځي  د ټولنې د اړتیا له مخي د مسلکي کادرونو د روزني په موخه په(۱۳۹۸) کال کې د دوو څانګو اداره او تجارت او ملي اقتصاد څانګو په درلودلو سره په  فعالیت پیل وکړ.څرنګه چې اقتصاد د یوي ټولنې د هر اړخیز پرمختګ لپاره د ملا د تیر حیثیت لري نو په همدي بنسټ په یوه ټولنه کې اقتصادي وده او پرمختګ هغه وخت ممکن دی چې په کار پوه او مسلکي متخصصين ولري، د همدغو مسلکي او متخصصو افرادو د روزنې او اقتصادي ستونزو د ختمولو په موخه اقتصاد پوهنځي د زابل په ولایت کې د وخت دوزیرانو شورا د پریکړي په اساس تاسیس شو.

 

اقتصاد پوهنځي ته د مسلکي روزنې په موخه محصلین د لوړو زده کړو وزارت د اصولو په بنیاد د کانکور په رقابتي آزموینه کې د معیاري نمرو له تر لاسه کولو وروسته جذبیږي چې د لومړي ځل لپاره په کال ۱۳۹۹ هـ ش کال کې، ۷۱ تنه محصلین چې۶۸   تنه يې نارینه او ۳ تنه يې ښځینه محصلیني وي چې په اوس وخت کې په ټول کې د اقتصاد په پوهنځي کې ۱۶۶ تنه په زده کړو بوخت دي چې له جملي څخه يې ۱۵۴ تنه قبل الخدمت او باقي ۱۲ تنه يي داخل خدمت دي.

 

د اقتصاد پوهنځي د ۸ تنو استادانو په درلودلو سره چې ۱ تن یې ماستر او پاتي نور يې د لیسانس تر کچي زده کړي لري، تدریسي بهیر مخته وړي. د اقتصاد پوهنځي اداره په دي هڅه کې ده چې د پوهنځي په ټولو علمي، اکاډمیکو او اداري برخو کې د اوسني عصري نړۍ کاریدونکي علمي پروګرامونه د هیواد د ملي او د لوړو زده کړو وزارت د ستراتیژیو او د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې ستراتیژیک پلان په نظر کې نیولو سره پلي کړي، چې دغه چاري ته يې په خپل پنځه کلن (۱۴۰۱—۱۴۰۵) ستراتيژیک پراختیايي پلان کې ځاي ورکړی دی.

 

په یاد پلان کې د پوهنځي د ودانۍ او اړوند سهولتونو په نظر کې نیولو سربیره د پوهنځي علمي، اکاډمیکو او څیړنیزو چارو د پراختیا په برخه کې ظرفیت لوړوني او علمي پروګرامونو ته ځانګړي پاملرنه شوي. د یاد پلان له پلي کیدو وروسته به پوهنځي د مؤسسې او په ملي کچه ځانګړی باور تر لاسه کړي.

 

لرلید:

 

رسالت: