ميرويس خان نيکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د پاليسي د طرحي جوړولو په سيالۍ کې پنځم مقام خپل کړ

zabu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۴ - ۱۳:۲۳
as

د کندهار پوهنتون د عامه اداري او پاليسي پوهنځی له لوري، د پاليسي د طرحي جوړولو سیالۍ په لاره اچول شوې وه، چې د سهيل لويديځ زون څخه د ميرويس خان نيکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې په ګډون (۱۱) امارتي او خصوصي پوهنتونونو/ لوړو زده کړو مؤسسو په کې برخه اخیستې وه، په همدې مناسبت د کندهار پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کې د يادي سيالۍ د پايلو او نتايجو لپاره غونډه جوړه شوې وه، چې د پوهنتونونو او د لوړو زده کړو مؤسسو محصلانو پکښې خپلې ترتيب شوې پاليسۍ او طرحي وړاندي کړي.

د میرويس خان نيکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د محصلانو له لوري « په افغاني ټولنه کې د علمي څېړنو د تطبيق په وړاندي خنډونه او حل لاري چاري» تر عنوان لاندي ترتيب شوي طرحه وړاندي شوه، چې د يادو پوهنتونونو او لوړو زده کړو مؤسسو په منځ کې يې (۵) مقام خپل کړ.

ميرويس خان نيکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې رهبري، د خپلو محصلانو نوموړې هڅې او کوښښونه ستايې، او ټولو ته د زړه له تله مبارکي وړاندي کوي او په راتلونکي کې ورته د نورو غوره لاسته راوړنو هيله لري.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۱۴:۴۷
Background image

د شرعیاتو پوهنځی محصلینو عدلیې ریاست ته علمي سفر وکړ

 

د میرویس خان نیکه پوهننتون، د شرعیاتو پوهنځی محصلینو، د فقه او قانون څانګې آمر مولوي سلطان شاه خالد او د اسلامي تعلیماتو څانګې آمر مفتي عبدالله شاکر په ملیتا سره د عدلیې ریاست ته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۵:۲۰
Background image

د لیلیې ودانۍ د پاتي چارو پروژه د ۳۲میلیونه افغانیو په ارزښت رسماً پیل شوه!!


د میرویس خان نیکه پوهنتون د لیلیې ودانۍ د پاتي چارو پروژه د ۳۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د لوړو زده کړو وزارت له لورې ترسره کیږي، کارونه یې رسماً پیل شوي دي.
د دې پروژې له مخې به د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د دوحې تړون کتاب سیالۍ د پایلو غونډه ترسره شوه

نن ورځ چهار شنبه چې د 1404/8/21نیټې سره برابره ده د میرویس خان نیکه پوهنتون د محصلینو ترمنځ د دوحې تړون په نامه کتاب کې ترسره شوې سیالي د پایلو غونډه ترسره سوه. یاده غونډه چې د قرآن. . .

BACK TO NEWS