زابل پوهنتون رئیس د پوهنتون له یو شمیر صنفونو څخه لیدنه وکړه

zabu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۵ - ۸:۵۴
as

د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې له څلور واړه پوهنځیو د یو شمیر ټولګیو څخه په داسي حال کې لیدنه او څارنه ترسره شوه، چې په مهال یې د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس الحاج روح الله مشال، د کتابتون عمومي مدیر قاري محمد برات نشاط، د تکنالوژي عمومي مدیر سید اکبر مبارز او د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیر احسان الله نصرت ګډون درلود.

په یاده لیدنه کې د محصلینو د درسونو له جریان څخه څارنه ترسره شوه، الحاج روح الله مشال محصلینو ته خپلو د درسونو ته په وخت حاضریدلو اړوند توصيې وکړې او وروسته یې د محصلینو څخه د هغوی غوښتنې او شکایتونه واوریدل.

ورپسې د کتابتون او تکنالوژي عمومي مدیرانو له لوري د کتابتون او کمپیوټر لیب اړوند طرزالعملونه تشریح شول او هغوی ته یې یادونه وکړه چې په خپلو علمي کارونو او کورنۍ دندو کې وخت پر وخت له کتابتون او انټرنیټ څخه سالمه استفاده وکړئ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۵ - ۱۳:۲۸
Background image

د ۱۴۰۳هــ.ش کال د خزاني سمستر وروستۍ ازموینې پیل شوي

نن پنج شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې، د څلورو واړو پوهنځیو، د ۱۴۰۳هــ.ش کال د خزاني سمستر وروستۍ ازموینې، د لوړو زده کړو وزارت د پریکړي مطابق ۱۴۰۳/۹/۱۵هــ.ش نیټه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۵ - ۱۳:۲۴
Background image

د رسول الله صلی الله علیه وسلم اطاعت کول اړوند سمینار وړاندي شو

نن شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې، د غوڼدو په عمومي تالار کې، د يادې مؤسسې و محصلینو ته، د دعوت او ارشاد آمریت له لوري، د رسول الله صلی الله علیه وسلم اطاعت تر سرلیک. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۴ - ۱۳:۲۳
Background image

ميرويس خان نيکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د پاليسي د طرحي جوړولو په سيالۍ کې پنځم مقام خپل کړ

د کندهار پوهنتون د عامه اداري او پاليسي پوهنځی له لوري، د پاليسي د طرحي جوړولو سیالۍ په لاره اچول شوې وه، چې د سهيل لويديځ زون څخه د ميرويس خان نيکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې په ګډون. . .

BACK TO NEWS