د کیفیت لوړاوي کمیټې له لوري غونډه تر سره شوه
د چهار شنبې په ورځ، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې په علمي معاونیت کې د د کیفیت لوړاوي کمیټې غونډه په داسي حال کې ترسره شوه، چې په مهال یې د کمیټې آمر نوماند پوهنیار بهاؤالحق عزام او نورو غړو ګډون درلود.
غونده د قرانکریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره د اجنډا مطابق پیل او په لومړی سر کې یې د کمیتې آمر نوماند پوهنیار بهاؤالحق عزام د غونډي په پیلېزه وینا کې و ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او تیرو پریکړو ته یې کتنه وکړه.
وروسته د کیفیت لوړاوي کمیټې ټولو غړو له لوري پر یو لړ موضوعاتو تر بحث وروسته ځیني پریکړي وکړي او په پای کې غونډه د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.