د کرهڼې پوهنځی کتلاک چاپ شو.

zabu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۳ - ۱۴:۲۲
sdcs

د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د کرهڼې پوهنځی د نشراتو او فرهنګي چارو د فرعي کمیټې له لوري په لومړي ځل سره د کرهڼې پوهنځی چمتو شوی کتلاک چاپ شو.

په یاد کتلاک کې د کرهڼې پوهنځی لنډه پیژندنه، تاریخچه، لرلید، رسالت، موخې، ارزښتونه، زیربناءيي برخه، د علمي برنامو/څانګو پیژندنه، تحصیلي نظام، د استادانو او ادارې کارمندانو د پیژندنې جدول، تحصیلي نصاب، د آزموینو لایحه او پالیسۍ په منظم ډول ځای پر ځای شوي او ترتیب شوي دي.

د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې رهبري د کرهڼې پوهنځی د نشراتو او فرهنګي چارو کمیټې د آمر او د غړیو له زیار او هڅو څخه چې د کتلاک په برخه کې یې تر سره کړې دي؛ مننه کوي، او د الله جل جلاله له دربار څخه ورته د لا زیاتو علمي او فرهنګي پرمختګونو دعا کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۵ - ۸:۵۴
Background image

زابل پوهنتون رئیس د پوهنتون له یو شمیر صنفونو څخه لیدنه وکړه

د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې له څلور واړه پوهنځیو د یو شمیر ټولګیو څخه په داسي حال کې لیدنه او څارنه ترسره شوه، چې په مهال یې د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې. . .

شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۲ - ۱۵:۱۷
Background image

د توحید اړوند سمینار وړاندي شو

نن شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د غونډو په عمومي تالار کې د محصلینو د خدمتونو او همغږۍ عمومي مدیریت له لوري د توحید پیژندني اړوند سمینار د یادي مؤسسې ټولو محصلینو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۹ - ۹:۲۹
Background image

د (SPSS)، مقالې لیکنې، د ګوګل استعمال او ماخذ لیکنې اړوند سمینارونه وړاندي شول

د استادانو د کاري ظرفیت لوړونې په موخه د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې، د مسلکي پرمختیایي مرکز په کنفرانس خونه کې، د کندهار پوهنتون څخه راغلو استادانو د SPSS، مقالې لیکنې، د. . .

BACK TO NEWS