د ژبو د ظرفیت لوړونې کورسونو څخه نظارت تر سره شو
د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې اړوند د ژبو د ظرفیت لوړونې کورسونو څخه، د محصلانو خدمتونو انسجام عمومي مدیریت له لوري نظارت تر سره شوو.
یاد نظارت د لوړو زده کړو وزارت محترم مقام د هدایت په اساس د ژبو د ظرفیت لوړونې اړوند جوړو شویو کورسونو څخه ترسره شو، چې په مهال یې د محصلانو ستونزي او مشکلات د حل په موخه واو ریدل شوي.
د یادولو وړه ده، چې د یادو کورسونو څخه محصلینو رضایت وښوده او د خپل مسلک لپاره يې زیات ګټور بولي.