د څلورم ټوګلیو محصلینو لپاره د علمي څېړنو او منوګراف د لیکني درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

zabu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۸:۵۴
منوګراف

د څلورم ټوګلیو محصلینو لپاره د علمي څېړنو او منوګراف د لیکني درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد
نن ورځ سه شنبه، د علمي او محصلانو چارو معاونیت اړوند د څېړنو او علمي مجلې آمریت په نوښت او مسلکي پراختيايې مرکز سره په هماهنګي د څلورم ټولګیو محصلینو ته د علمي څېړنو او منوګراف لیکلو درې ورځنی ورکشاپ چې تیره یک شنبه پیل سوی وو،نن پای ته ورسېد.
یاد ورکشاپ د پوهنتون د مجربو استادانو( پوهنيار بشيرالله دانش يار٫پوهنيار محمدحنيف تکل او پوهنيار رحمن ولي سهار) له لوري په ترتیب سره د مسلکي پرمختیایې مرکز د غونډو په تالار کې وړاندې سو، چې موخه یې محصلینو ته د څېړنېزو پروژو او منوګرافونو په اړه  علمي او معياري زده کړه وه. 
په ورکشاپ کې د علمي څېړنو بيلابيل اړين موضوعات: د څېړني ارزښت او ډولونه، د سرلیک انتخاب، تیرو اثارو ته کتنه، موندنې، مناقشه، پایلي، مأخذونه او نور محصلینو ته ارايه سول, چې په دې سره به محصلین وتوانیږي چې خپلې څېړنېزې پروژې او څېړنېز منوګرافونه د څېړنو د اصولو او معيارونو سره سم ترتيب او وليکي او همدارنګه به د څېړنو په برخه کې د محصلینو ستونزي حل کړې.
په پای کې دا درې ورځنی ورکشاپ نن د وروستي درس په وړاندې کولو او دعا  سره پای ته ورسېد.
نېټه: سه شنبه 1405/3/26
د نشراتو او عامه پوهاوي مدیریت.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۴:۹
Background image

استادانو ته په څېړنه کې د مأخذ لیکنې سافټوېر تر سرلیک لاندې یو ورځنی ورکشاپ وړاندې سو

 

نن ورځ د مسلکي پرمختیایې مرکز د پلان له مخې د میرویس خان نیکه پوهنتون ټولو استادانو ته  په څېړنه کې د مأخذ لیکنې سافټوېر تر سرلیک لاندې یو ورځنی علمي سمینار وړاندې سو.

یاد ورکشاپ چې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۵:۲
Background image

په زابل پوهنتون کې د څه باندې شل (۲۰) میلیونه افغانیو په ارزښت د جامع جومات د جوړېدو چارې رسماً پیل سوې 


د لوړو زده کړو وزارت د ځانګړې پاملرنې،  د پوهنتون د رهبري او اړونده اداري کارکوونکو  په هڅو سره، د میرویس خان نیکه پوهنتون د علمي او دیني چاپېریال د لا پیاوړتیا په موخه، د شل (۲۰). . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

استادانو ته د معتبرو نړیوالو ژورنالونو د پېژندنې په اړه علمي سمینار وړاندې سو

استادانو ته د معتبرو نړیوالو ژورنالونو د پېژندنې په اړه علمي سمینار وړاندې سو
د میرویس خان نیکه پوهنتون د علمي کادر غړو د علمي ظرفیت لوړولو او د څېړنیزو فعالیتونو د پیاوړتیا په موخه، د. . .

BACK TO NEWS