د پوهنځیو رﺉیسانو، د څانګو آمرینو او استادانو ته د علمي برنامو د کلني څار تر سرلیک لاندې سمینار وړاندې سو 

zabu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۴:۰
کلنی څار

د پوهنځیو رﺉیسانو، د څانګو آمرینو او استادانو ته د علمي برنامو د کلني څار تر سرلیک لاندې سمینار وړاندې سو 
د کیفیت لوړاوي آمریت او د مسلکي پرمختیایې مرکز په ګډه همکارۍ د پوهنتون د پوهنځیو رئیسانو، د څانګو آمرینو او استادانو ته، د مسلکي پرمختیایې مرکز د غونډو په تلار کې د «علمي برنامو د کلني څار» تر سرلیک لاندې سمینار وړاندې سو.
یاد سمینار د کیفیت لوړاوي آمر نوماند پوهنیار روزي محمد اکبري له لوري وړاندې سو، نوموړي، د سیمینار په ترڅ کې د علمي برنامو د کلني څار مفهوم، موخې، اصول، جوړښت، د کلني راپور د ترتیب څرنګوالی، د شواهدو راټولولو میتودونه او د څار د پایلو څخه د علمي برنامو د اصلاح او پرمختګ په برخه کې د ګټې اخیستنې لارې په تفصیل سره تشریح کړې. 
د سمینار په وړاندې کولو سره ګډونوالو ته  څرګنده سوه چې د علمي برنامو کلنی څار د کیفیت د لوړاوي له اساسي عناصرو څخه دی، چې د تدریس، څېړنې، علمي خدمتونو او اداري فعالیتونو د ارزونې، نیمګړتیاوو د تشخیص او د اصلاحي پلانونو د جوړولو لپاره مهم رول لري. 
د سیمینار په پای کې د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل سول او یاد سمینار پای ته ورسېدی.
نېټه: سه شنبه 1405/4/8
د نشراتو او عامه پوهاوي مدیریت.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۳:۴۶
Background image

د ژمنلیک د ښه تطبیق په موخه له محصلینو سره غونډه ترسره سوه 

د ژمنلیک د ښه تطبیق په موخه له محصلینو سره غونډه ترسره سوه 
د میرویس خان نیکه پوهنتون ـ زابل د علمي او محصلانو چارو مرستیال، مفتي عزت الله نوري صاحب، له محصلینو سره د ژمنلیک د ښه تطبیق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۸
Background image

د ژوند له مشکلاتو او فشارونو سره د مبارزې تر سرلیک لاندې سمینار وړاندې سو 

د ژوند له مشکلاتو او فشارونو سره د مبارزې تر سرلیک لاندې سمینار وړاندې سو 
د علمي او محصلانو معاونیت اړوند د محصلینو د خدمتونو او همغږي مدیریت او د راونې مشاورې مرکز په همغږي سره د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲
Background image

له اړوندو سکتوري ادارو سره د همږغي لومړۍ غونډه تر سره سوه

له اړوندو سکتوري ادارو سره د همږغي لومړۍ غونډه تر سره سوه
د ميرويس خان نيکه پوهنتون-زابل د رهبرۍ په لارښوونه او د څېړنو او علمي مجلې آمريت په نوښت، له اړوندو سکتوري ادارو سره د همږغي. . .

BACK TO NEWS