د پایلو پر بنسټ او د محصل محوره زده کړه ییزو میتودونو لس ورځنی ورکشاپ پای ته ورسید
میرویس خان نیکه زابل د لوړو مؤسسې کې د پایلو پر بنسټ او د محصل محوره زده کړه ییزو میتودونو (Outcome Based Education & Student Centered Learning) لس ورځنی ورکشاپ چې د ۱۴۰۲/۱۲/۰۳ هـ ش نیټې باندي پیل شوی وو، نن ورځ شنبه چې د ۱۴۰۲/۱۲/۱۲ هـ ش نیټې سره برابره ده پای ته ورسید او د ورکشاپ په همدي وروستۍ ورځ د ګډونوالو له لوري د ورکشاپ په تړاو نظرونو شریک شول.
وروسته یاد لس ورځنی ورکشاپ په داسي حال کې د دعا په ویلو سره ختم شو چې د مسلکي پرمختیايي مرکز آمر نوماند پوهنیار عبدالنافع همت، ماسټر ټرینرانو پوهنیار سید احمد عاصم هاشمي، پوهنیار محمد شریف حسن زوی او د ورکشاپ ټولو ګډونوالو شتون درلود.
هیره دي نه وي چې دا لومړی ځل و چې یاد ورکشاپ د یادې مؤسسې د مسلکي پرمختیايي مرکز په کنفرانس خونه کې دایر شوی و.