Social media count

This block is broken or missing. You may be missing content or you might need to enable the original module.

د میرویس خان نیکه پوهنتون لپاره نوی رئیس معرفي شو

zabu_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۵۴
مفتي عزیزالله طیب

د میرویس خان نیکه پوهنتون لپاره نوی رئیس معرفي شو.
نن شنبه د عالیقدر أمیرالمؤمنین حفظه الله د حکم په اساس مفتي عزیزالله طیب صاحب د میرویس خان نیکه پوهنتون لپاره د نوي رئیس په حیث مقرر او د یوې غونډې په ترڅ کې رسما معرفي شو.
یاده غونډه په داسې حال کې ترسره شوه، چې پرمهال یې د زابل ولایت مقام د دفتر رئیس مولوي قدرت الله بدري، د پوهنتون نوي رئیس مفتي عزیز الله طیب، د پوهنتون مخکني رئیس مفتي وقایت الله وقار، د ولایت مقام د کارکوونکو چارو آمر مولوي احمد مختار، د علماوو شورا غړو،  د پوهنتون اداري او کادري غړیو ګډون درلود.
غونډه چې د قرآن کریم په تلاوت سره پیل شوه،  د ښه راغلاست او پیلیزه وینا یې د علمي او محصلانو چارو مرستیال  وکړه، نوموړي نوي رئیس او د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایو او هم یې د مخکیني رئیس څخه د خوښې او خدای پاماني مراتب وړاندې کړل.
ورپسې د پوهنتون مخکیني رئیس مفتي وقایت الله وقار صاحب وینا وړاندې کړه، نوموړي وویل: له اسلامي نظام سره زموږ تړون د موقف په خاطر نه بلکې د الله ﷻ د رضا په خاطر دی، هر مسؤلیت چې راته سپارل کیږي ورته لبیک وایو، نه له چا ګیله کوو او نه په چا د مسؤلیت احسان اچوو، همدارنګه نوموړي د خبرو په دوام؛ د پوهنتون له ټول کاري ټېم څخه غوښتنه وکړه، چې د پوهنتون په ټولو چارو کې د نوي رئیس اطاعت وکړي او خپل مسؤولیتونه دي په پوره اخلاص، ژمنتیا او پر وخت ترسره کړي، په پای کې يې د پوهنتون له ټول کاري ټيم څخه ځانګړې مننه وکړه، چې له نوموړي سره یې د مسوولیت په دوره کې ښه همغږي، همکاري او اخلاص کړی دی.
د پوهنتون نوي رئیس محترم مفتي عزیزالله طیب صاحب د غونډي ګډونوالو ته د وینا پر مهال وویل: چې دوه نیم کاله مو د علماوو شورا د رئیس په حیث مسؤلیت کړی دی او په میرویس خان نیکه پوهنتون کې به هم خپل مسؤلیت د پوهنتون له منسوبینو سره په مشورو مخته وړو، نوموړي په وروستۍ برخه کې وویل: د پوهنتون له ټول کاري ټيم څخه مو غوښتنه ده چې په یووالي، اخلاص او ژمنتیا سره زموږ پوره ملاتړ وکړي.
د معرفت غونډې په وروستۍ برخه کې د ولایت مقام د دفتر رئیس مولوي قدرت الله بدري صاحب وینا وکړه، نوموړي د پوهنتون د مخکيني رئيس د مسؤلیت او لاسته راوړنو ستاینه وکړه او د نوی رئیس په معرفت یې خوښي څرګنده کړه.
وروسته د معرفت غونډه په دعا سره پای ته ورسېده.
نېټه:شنبه1405/1/22
د نشراتو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۲۲:۱۰
Background image

محصلینو ته د اسلامي امت د ضعف اسباب او فرهنګي یرغل تاثیراتو تر سرلیک لاندې سمینار وړاندې سو

محصلینو ته د اسلامي امت د ضعف اسباب او فرهنګي یرغل تاثیراتو تر سرلیک لاندې سمینار وړاندې سو
د نشراتو او کلتوري چارو عمومي کميټې د پلان له مخې د پوهنتون محصلینو ته د فکري ویښتیا او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۶:۲۲
Background image

د میرویس خان نیکه زابل پوهنتون له لوري د مرکز قلات ښار عالي لیسو د دوولسم ټولګیو زده کوونکو ته شپږ ورځنی سمینار پیل سو


نن ورځ د ښوونې او روزنې پوهنځي په نوښت، د مرکز قلات ښار عالي لیسو د دوولسم ټولګیو زده کوونکو ته له پوهنتوني محیط سره د اشنایي او د ښوونې و رزونې پوهنځی د اهمیت په اړه شپږ ورځنی سمینار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۹:۳۵
Background image

د اقتصاد پوهنځي محصلینو د کندهار پوهنتون ته دوه ورځنی علمي سفر پای ته ورسېد


د میرویس خان نیکه پوهنتون-زابل، د اقتصاد پوهنځي محصلینو د استادانو په ملتیا سره د کندهار پوهنتون ته دوه ورځنی علمي سفر پای ته ورسېد.
د دې علمي سفر په لومړۍ ورځ، محصلینو د کندهار. . .

BACK TO NEWS