د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې نوې علمي لاسته راوړنه.

zabu_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۲ - ۱۲:۳۴

 

د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د اقتصاد پوهنځي استاد نوماند پوهنیار رحمن ولي سهار ته د زړه له کومې مبارکي وایو چې خپله علمي مقاله د “Innovation Management in Small and Medium Firms: A Bibliometric Analysis (2000 - 2024)” تر عنوان لاندې په “Journal of Economics, Finance and Management Studies” معتبر نړیوال ژورنال کې خپره کړه. دا بریا د استاد د مسلکي وړتیاوو، څېړنیز جدیت او د علمي نړۍ سره د نښلولو څرګندونه کوي.

دغه مقاله د کوچنیو او منځنیو شرکتونو د نوښت مدیریت په یوه مهمه موضوع هر اړخیزه شننه وړاندې کوي او د ۲۰۰۰ څخه تر ۲۰۲۴ پورې د دې برخې پرمختګونه په تفصیل سره څېړي. د دې څېړنې نړیوالې خپرونې نه یوازې د نوماند پوهنیار سهار د څېړنیز کار لوړه کچه په ډاګه کړه، بلکې د هېواد د علمي پرمختګ لپاره یو ارزښتناک ګام هم ګڼل کېږي.

د دې سترې بریا لپاره نوماند پوهنیار سهار ته بیا ځلې مبارکي وایو او ورته د نورو علمي بریاوو او لاسته راوړنو هیله لرو.

د څیړنې د ښکته کولو ادرس:

https://www.ijefm.co.in/v8i1/Doc/17.pdf?fbclid=IwY2xjawHvBYNleHRuA2FlbQIxMAABHX1ZywT4YCSNA0EB5bp_aS7s5anruCnFm7uvRabeygll1sTnUxpzZMuF9Q_aem_-wx23bbjBV9BfQLH7EEHWQ

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۲۰:۵۱
Background image

د محصلینو ترمنځ د غشي ویشتلو سیالۍ پیل سوې!


نن ورځ، سه‌ شنبه، د میرویس خان نیکه پوهنتون د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ عمومي مدیریت او د بدني روزنې کمېټې په ګډو هڅو، د څلورو پوهنځیو ترمنځ د سید جمال‌الدین افغاني پوهنتون د غمیزې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۳:۲۸
Background image

محصلینو ته د املاء او انشاء لنډ مهاله کورس پیل سو


د لوړو زده کړو وزارت د هدایت په اساس، د محصلینو د خدمتونو او همغږۍ عمومي مدیریت، د نشراتو او کلتوري چارو کمیټې په ګډه همکاري د پوهنتون محصلینو ته د املاء او انشاء لنډمهاله کورس پیل سو.. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۲۰:۳
Background image

محصلینو ته د مرحوم آمیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد د دیارلسم تلین په مناسب د هغه د ژوند او کارنامو په اړه سمینار وړاندې سو. 


د علمي او محصلانو چارو معاونیت اړوند د محصلینو د خدمتونو  او همغږي عمومي مدیریت له لوري د پوهنتون ټولو محصلینو ته د مرحوم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد  د دیارلسم تلین په مناسب د هغه. . .

BACK TO NEWS