د مونوګراف لیکنې د نوي لارښود په تړاو سمینار وړاندي شو.

zabu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۹ - ۱۱:۱۰
as

پرون دو شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پرمختیايي مرکز په کنفرانس خونه کې د څیړنې کمیټې له لوري د لیسانس دورې لپاره د مونوګراف لیکنې د نوي لارښود په هکله سمینار د یادي کمیتې غړو او د مؤسسې نورو استادانو ته وړاندي شو.

لومړي سمینار د قرآن عظیم الشان د مبارکو آیاتونو په تلاوت کولو سره پیل شو، وروسته د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د څیړنې عمومي کمیټي آمر پوهنیار انعام الله عابد له لوري سمینار وړاندي شو، چې په یاد سمینار کې د لوړو زده کړو وزارت محترم مقام د څیړنې تألیف او ژباړې ریاست له لوري د ترتیب شوی د مونوګراف لارښود ټولي برخي سره له ضمایمو تشریح او د هغه څخه د استفادي په تړاو د ګډونوالو سره معلومات شریک شول.

د سمینار په پاې کې د استادانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل شول او سمینار د دعا په ویلو سره پای ته ورسید.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۳۳
Background image

د زابل پوهنتون استادانو د علمي سیر په ترڅ کې د کاردان خصوصي پوهنتون څخه لیدنه وکړه 

د زابل پوهنتون استادانو د علمي سیر په ترڅ کې د کاردان خصوصي پوهنتون څخه لیدنه وکړه 
د میرویس خان نیکه پوهنتون استادانو د علمي او څېړنیزو همکاریو د پیاوړتیا په موخه د کاردان خصوصي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۳:۴۶
Background image

د ژمنلیک د ښه تطبیق په موخه له محصلینو سره غونډه ترسره سوه 

د ژمنلیک د ښه تطبیق په موخه له محصلینو سره غونډه ترسره سوه 
د میرویس خان نیکه پوهنتون ـ زابل د علمي او محصلانو چارو مرستیال، مفتي عزت الله نوري صاحب، له محصلینو سره د ژمنلیک د ښه تطبیق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۸
Background image

د ژوند له مشکلاتو او فشارونو سره د مبارزې تر سرلیک لاندې سمینار وړاندې سو 

د ژوند له مشکلاتو او فشارونو سره د مبارزې تر سرلیک لاندې سمینار وړاندې سو 
د علمي او محصلانو معاونیت اړوند د محصلینو د خدمتونو او همغږي مدیریت او د راونې مشاورې مرکز په همغږي سره د. . .

BACK TO NEWS