د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې رهبري، استادانو او محصلینو سره غونډه وکړه.

zabu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۰:۴
as

 د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د غونډو په عمومي تالار کې، د لوړو زده کړو وزارت محترم وزير شيخ القرآن والحديث مولوي ندا محمد نديم صاحب ته د ښه راغلاست په موخه يوه شانداره غونډه په داسي حال کې تر سره شوه، چې پر مهال یې د زابل ولايت مقام والي، مرستيال والي، ملکي ادارو رئیسانو، د ميرويس خان نيکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې رئيس، علمي او محصلانو چارو مرستيال، د پوهنځيو رئيسانو، آمرینو، استادانو، اداري کارمندانو او محصلينو ګډون درلود.

غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه او ورپسي د اجنډا مطابق لومړۍ د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس الحاج روح الله مشال و ګډونوالو ته پیلیزه ویناه وکړه او په خپله ویناه کې یې د لوړو زده کړو وزارت محترم وزير شيخ القرآن والحديث مولوي ندا محمد نديم صاحب ته د ښه راغلاست تر څنګ له هغه څخه د راتګ په پار مننه وکړه، وروسته د زابل ولایت مقام څخه مرستیال والي مولوي محیب الله حماس ګډونوالو ته وینا وکړه، همدارنګه یو شمیر علماؤ کرامو اصلاحي بیانونه وکړل او محصلینو ته یې علمی توصيي وکړي، چې د خپل مسلکونو اړوند او ننۍ عصري ټیکنالوژي په سالم استعمال سره ځانونه سمبال او داسي وروزي چې د خپل دین او طن د درد دوا شي.

په پای کې د لوړو زده کړو وزارت محترم وزير شيخ القرآن والحديث مولوي ندا محمد نديم صاحب خپله عالمانه او هر اړخیزه وینا وکړه کړه او د خپلي وینا په مهال یې د محصل پر ارزښت او مقام، د اسلامي نظام او ټولنې پر وړاندې د محصل مسؤلیتونو، د علم او تحصیل پر ارزښت او اهمیت او د دیني او عصري علومو پر ارزښت خبرې وکړې، هغه ټولو ګډونوالو، په ځانګړي ډول محصلینو ته په خطاب کې وویل چې په خپل ورځني ژوند کې اسلامي شریعت تطبیق کړي، څو په دنیا او آخرت کې نجات او کاميابي تر لاسه کړي.

یادونه: د ښه راغلاست غونډې له ختمېدو وروسته ښاغلي وزير صاحب د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې په علمي شورا کې ګډون وکړ، او د اجنډا په مندرجو مواردو يې بحث او توافق ترسره کړ، نوموړي همدارنګه د محصلانو له نمايندګانو سره هم ليدنه ترسره کړه او د هغوۍ ستونزي او غوښتني یې واوريدلي او د پوره کولو وعده يې وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۳۳
Background image

د زابل پوهنتون استادانو د علمي سیر په ترڅ کې د کاردان خصوصي پوهنتون څخه لیدنه وکړه 

د زابل پوهنتون استادانو د علمي سیر په ترڅ کې د کاردان خصوصي پوهنتون څخه لیدنه وکړه 
د میرویس خان نیکه پوهنتون استادانو د علمي او څېړنیزو همکاریو د پیاوړتیا په موخه د کاردان خصوصي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۳:۴۶
Background image

د ژمنلیک د ښه تطبیق په موخه له محصلینو سره غونډه ترسره سوه 

د ژمنلیک د ښه تطبیق په موخه له محصلینو سره غونډه ترسره سوه 
د میرویس خان نیکه پوهنتون ـ زابل د علمي او محصلانو چارو مرستیال، مفتي عزت الله نوري صاحب، له محصلینو سره د ژمنلیک د ښه تطبیق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۸
Background image

د ژوند له مشکلاتو او فشارونو سره د مبارزې تر سرلیک لاندې سمینار وړاندې سو 

د ژوند له مشکلاتو او فشارونو سره د مبارزې تر سرلیک لاندې سمینار وړاندې سو 
د علمي او محصلانو معاونیت اړوند د محصلینو د خدمتونو او همغږي مدیریت او د راونې مشاورې مرکز په همغږي سره د. . .

BACK TO NEWS