د علمي معاونیت اړوند آمریتونو او مدیریتونو سره ناسته ترسره شوه.
د دوشنبي په ورځ، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې په علمي معاونیت کې، د علمي او محصلانو چارو د مرستیال په مشرۍ د علمي معاونیت اړوند آمریتونو او مدیریتونو سره ناسته ترسره کړه.
ناسته د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل او وروسته د علمي چارو د مرستیال د ناستي ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او وروسته یې د اجنډا مطابق په اړوندو موضوعاتو بحث وکړ.
د اړوند آمریتونو او مدیریتونو د کړنو او فعالیتونو څخه راپور اخیستل، په کارونو کې ځینې لازمي سپارښتني او د ضعف نقاتو د تقویت په موخه د ۱۴۰۴ هــ.ش کال لپاره مؤثر پلان جوړول هغه موضوعات ول، چې په اجنډا کې مطرح شول.
وروسته ناسته د دعا په ویلو سره پای ته ورسیده.