د علمي شورا نوبتواره غونډه تر سره شوه
پرون چهارشنبه د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پرمختیایي مرکز په کنفرانس خونه کې د علمي شورا غونډه د مؤسسې د رئیس الحاج روح الله مشال تر مشری لاندې د علمي او محصلانو چارو مرستیال د پوهنځیو د رئیسانو او د څانګو د آمرینو په شتون کې تر سره شوه شوه.
غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت باندې پیل، وروسته د مؤسسې رئیس الحاج روح الله مشال د تېرې شورا د پریکړو پر تطبیق خبره وکړه او ورپسې د اجنډا مطابق پر ذکر شویو موضوعاتو له بحث او خبرو وروسته د غونډې د ګډونوالو له لورې لازمې پرېکړې وشوې.
وروسته غونډه د دعا په ویلو سره پای ته ورسېد.