د رهبري شورا غونډه ترسره شوه.

zabu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۱ - ۱۲:۱۶
as

 

د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو په مؤسسه کې د مؤسسې د رهبري شورا غونډه په داسې حال کي وشوه، چې پر مهال ئې د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس الحاج روح الله مشال، علمي او محصلانو چارو مرستیال نوماند پوهنیار مولوي بهاؤالحق عزام، د پو هنځیو رئیسانو او نورو غړو حضور درلود.

یاده غونډه چې د قرآن عظیم شان د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ په سر کې یې د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د رئیس الحاج روح الله مشال له لوري د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل شو او د غونډې اجنډا يې ګډونوالو ته بیان کړه.

وروسته د ګډون والو له لورې د اجنډا مطابق پر ځینو مواردو باندې بحث وشو، چې په کې د شرعیاتو پوهنځی د استادانو د علمي سفر، د اداري کارمندانو ظرفیت لوړونه، د معاونیتونو او پوهنځیو نیازمندۍ او داسې نورو موضوعاتو باندې خبرې وشوې.

د غونډي په پای کې د ګډون والو له لوري پر ځينو متفرقه مسائلو باندې بحث وشوو، وروسته غونډه د دعا په ویلو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۲ - ۱۲:۳۴
Background image

د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې نوې علمي لاسته راوړنه.

 

د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د اقتصاد پوهنځي استاد نوماند پوهنیار رحمن ولي سهار ته د زړه له کومې مبارکي وایو چې خپله علمي مقاله د “Innovation Management in Small and. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۲ - ۱۲:۲۱
Background image

د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې نوې علمي لاسته راوړنه.

 

د کرهڼې پوهنځي څلورو استادانو (پوهنیار حاجي ګل همت، پوهنیار ګل نبي نوري، پوهنیار ضیاءالاسلام نوبهار، او پوهنیار حیات الله تکل) مقاله د “Age-Related Incidence of Aspergillosis in. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۱ - ۱۲:۱۶
Background image

د رهبري شورا غونډه ترسره شوه.

 

د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو په مؤسسه کې د مؤسسې د رهبري شورا غونډه په داسې حال کي وشوه، چې پر مهال ئې د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس الحاج روح الله مشال،. . .

BACK TO NEWS