د رسۍ کشونې سیالۍ پای ته ورسیدې
د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د محصلانو د خدماتو د انسجام عمومي مدیریت او بدني روزني کميټې له لوري، د پوهنځیو ترمنځ د رسۍ کشونې پیل شوي لوبي د اقتصاد پوهنځی په بریا پای ته ورسیدې.
یادي سیالۍ چې د تیري یکشنبې په ورځ د څلور واړو پوهنځیو ترمنځ پیل شوي وي، نن د یو لړ مراسمو په ترځ کې پای ته ورسیدي، د یادو سیالیو پای لوبې ته د کرهڼې او اقتصاد لوبډلي ووتلي، چې د پای لوبه د اقتصاد پوهنځی په خپل نامه کړه.