د اداري کارمندانو سره د همغږۍ ناسته تر سره شوه

zabu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۸ - ۱۵:۲۸
ghj

 

نن چهار شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې، د کتابتون په عمومي مدیریت کې، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس الحاج روح الله مشال او د مالي او اداري چارو مرستیال قاري محمدالدین انس په ګډون د یادي مؤسسې د اداري کارمندانو سره ناسته تر سره شوه.

یاده ناسته د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسي د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس الحاج روح الله مشال د ناستې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه، موږ او تاسو ټول په دې باندي مکلف یو، چې د خپلو آمرینو اطاعت وکړو او د هغوی له لوري را سپارل شوي مسؤلیتونو په پوره ایمانداري سره مخته بوځو.

وروسته د مالي او اداري چارو مرستیال د ناستې ګډونوالو ته خپله وینا وکړه او د اداري کارمندانو یو لړ ستونزي یې واوریدلي او هغو ته یې د یادو ستونزو پر وخت حل کیدو ژمنه وکړه.

ناسته د دعا په ویلو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۳۳
Background image

د زابل پوهنتون استادانو د علمي سیر په ترڅ کې د کاردان خصوصي پوهنتون څخه لیدنه وکړه 

د زابل پوهنتون استادانو د علمي سیر په ترڅ کې د کاردان خصوصي پوهنتون څخه لیدنه وکړه 
د میرویس خان نیکه پوهنتون استادانو د علمي او څېړنیزو همکاریو د پیاوړتیا په موخه د کاردان خصوصي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۳:۴۶
Background image

د ژمنلیک د ښه تطبیق په موخه له محصلینو سره غونډه ترسره سوه 

د ژمنلیک د ښه تطبیق په موخه له محصلینو سره غونډه ترسره سوه 
د میرویس خان نیکه پوهنتون ـ زابل د علمي او محصلانو چارو مرستیال، مفتي عزت الله نوري صاحب، له محصلینو سره د ژمنلیک د ښه تطبیق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۸
Background image

د ژوند له مشکلاتو او فشارونو سره د مبارزې تر سرلیک لاندې سمینار وړاندې سو 

د ژوند له مشکلاتو او فشارونو سره د مبارزې تر سرلیک لاندې سمینار وړاندې سو 
د علمي او محصلانو معاونیت اړوند د محصلینو د خدمتونو او همغږي مدیریت او د راونې مشاورې مرکز په همغږي سره د. . .

BACK TO NEWS