· Shared with Public د ارزګان د لوړو زده کړو مؤسسې سره د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

zabu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۰:۴۷
as

پرون یکشنبه د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې او ارزګان د لوړو زده کړو مؤسسې ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پرمختیايي مرکز په کنفرانس خونه کې په داسي حال کې لاسلیک شو، چې پرمهال یې د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس روح الله مشال، د علمي او محصلانو چارو مرستیال بهاؤالحق عزام، د اداري او مالي چارو نوي مرستیال رحمت الله ریحان، د پوهنځیو رئیسان، استادان، اداري کارکونکي او د ارزګان د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس مولوی رحمت الله رحماني، د علمي او محصلانو چارو مرستیال پوهنمل رازمحمد ستوری شتون درلود.

مجلس د کلام الله مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شو، د د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس روح الله مشال پیلیزه وینا وکړه، د ارزګان د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس ته یې ښه راغلاست ووایه، د هوکړه ‌لیکونو پر اهمیت یې مهمي خبري وکړې او د متقابلو همکاریو هیله یې څرګنده کړه.

د ارزګان لوړو زده کړو مؤسسې رئیس ښاغلي مولوی رحمت الله رحماني له میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې سره د هوکړه لیک په لاسلیک کېدو خوښي څرګنده کړه، د ارزګان لوړو زده کړو مؤسسې په تړاو یې معلومات له ګډونوالو سره شریک کړل او وې ویل چې دا د دواړو مؤسسو لپاره یو ښه فرصت دئ چي د یو او بل د استعدادونو او ظرفیتونو څخه استفاده وکړو.

وروسته د ارزګان لوړو زده کړو مؤسسې د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهنمل رازمحمد ستوری د ګډو همکاریو هوکړه لیک و ګډنوالو ته تر لوست وروسته داروزګان مؤسسې، پوهنځيو، خدمتي مرکزونو، وروستیو لاسته راوړنو، د کیفیت لوړاوي په برخه کي د پرمختګونو او امکاناتو په تړاو معلومات ورکړل او د هر ډول علمي همکاریو ډاډ یې ورکړ.

ورپسې د رهبري هیئت په حضور کي د دواړو لوړو زده کړو مؤسسو د رئیسانو له ‌‌خوا د هوکړه ‌لیکونو ترتیب سوې طرحه لاسلیک سوه او مجلس د دعا‌ء په ویلو سره پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۰:۴
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې رهبري، استادانو او محصلینو سره غونډه وکړه.

 د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د غونډو په عمومي تالار کې، د لوړو زده کړو وزارت محترم وزير شيخ القرآن والحديث مولوي ندا محمد نديم صاحب ته د ښه راغلاست په موخه يوه شانداره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۴ - ۹:۱۸
Background image

د هرات پوهنتون سره د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې او هرات پوهنتون ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس الحاج روح الله مشال او هرات پوهنتون رئیس ش.ی.خ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۳ - ۹:۴۲
Background image

په څېړنه کې د ماخذ لیکنې سافټویر (Zotero) د کارونې ورکشاپ دایر شو.

میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د اقتصاد او نورو پوهنځيو استادانو او د څلورم ټولګیو محصلینو ته د نوماند پوهنیار احسان الله سعد له لوري په څېړنه کې د ماخذ لیکنې سافټویر(Zotero). . .

BACK TO NEWS