استادانو ته د څېړنېزو اخلاقو تر عنوان لاندې یو علمي سمینار وړاندې شو.
نن ورځ د ميرويس خان نيکه پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې آمريت له لوري، د استادانو د علمي ظرفيت لوړولو په موخه، د څېړنېزو اخلاقو تر سرليک لاندې يو علمي او روزنيز سمينار وړاندې شو.
لومړی سمینار د قرآنکريم په تلاوت سره پيل شو، ورپسې د ښوونې او روزنې پوهنځی استاد پوهنيار محمد (هاشمي) له لوري د سمینار موضوعات په ترتیب سره وړاندې شول.
په یاد سمینار کې د علمي څېړنو بنسټيز اخلاقي اصول، د علمي امانتدارۍ ارزښت، د ادبي سرغړونو (Plagiarism) مخنيوی، د څېړنيزو معلوماتو د سمې کارونې اصول، د څېړونکو مسؤليتونه، او د علمي مقالو د ليکلو اخلاقي معيارونه په تفصيلي ډول پکښي وړاندې شول.
د سمينار په پای کې د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل شول، د څېړنو او علمي مجلې آمريت د دغه ډول علمي او څېړنېزو سمينارونو د دوام ډاډ ورکړ او دا ډول پروګرامونه يې د پوهنتون د علمي پرمختګ، د څېړنو د کيفيت لوړولو او د استادانو د مسلکي ودې لپاره مهم وبلل.
سمينار د دعائيه په ويلو سره پای ته ورسېد.
د نشراتو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.
