د اقتصاد پوهنځی علمي لاسته راوړنه!

zabu_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۳۰ - ۱۴:۲۸
د اقتصاد پوهنځی علمي لاسته راوړنه!

 

د میرویس نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د اقتصاد پوهنځی استادانو یوه نوې څېړنیزه مقاله په  Education Science and Management نړیوال علمي ژورنال کې خپره شوې ده.

یاده مقاله د *"Artificial Intelligence in Sustainable Education: A Bibliometric Analysis and Future Research Directions"*  

تر عنوان لاندې د نوماند پوهنیار رحمن ولي سهار، نوماند پوهنیار اسمعیل لبیب، نوماند پوهنیار محمد کاظم کاظمي او نوماند پوهنیار حمیدالله مبارز له خوا لیکل شوې ده.

 

په دې مقاله کې د مصنوعي ځیرکتیا رول د پایښت لرونکي تعلیم په برخه کې تحلیل شوی، او د راتلونکو څېړنو لپاره مهمې لارې چارې تشریح شوي دي. دغه علمي لاسته راوړنه د یادې مؤسسې لپاره یو ارزښتناک پرمختګ ګڼل کېږي، چې د استادانو څېړنیز ظرفیت او د نړیوالو علمي معیارونو سره یې همغږي ښيې.

د یادې مؤسسې رهبري، د اقتصاد پوهنځي رهبري، استادان، او اداري غړي دا مهمه لاسته راوړنه ستایې او په دې برخه کې د لا پرمختګ غوښتونکې دي.

د مقالې لینک:

https://www.acadlore.com/article/ESM/2025_3_1/esm030105

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۱:۳
Background image

استادانو ته د SPSS  او ډاټا تحليل اړوند درې ورځنی ورکشاپ پيل شو

 

د میرویس خان نیکه پوهنتون، د څيړنو او علمي مجلې آمريت له پلان سره سم د استادانو د ظرفيت لوړونې په موخه د ډاټا تحليل او SPSS په اړه درې ورځنی ورکشاپ پيل شو

یاد ورکشاپ د قرآنکريم په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۱۴:۴۷
Background image

د شرعیاتو پوهنځی محصلینو عدلیې ریاست ته علمي سفر وکړ

 

د میرویس خان نیکه پوهننتون، د شرعیاتو پوهنځی محصلینو، د فقه او قانون څانګې آمر مولوي سلطان شاه خالد او د اسلامي تعلیماتو څانګې آمر مفتي عبدالله شاکر په ملیتا سره د عدلیې ریاست ته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۵:۲۰
Background image

د لیلیې ودانۍ د پاتي چارو پروژه د ۳۲میلیونه افغانیو په ارزښت رسماً پیل شوه!!


د میرویس خان نیکه پوهنتون د لیلیې ودانۍ د پاتي چارو پروژه د ۳۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د لوړو زده کړو وزارت له لورې ترسره کیږي، کارونه یې رسماً پیل شوي دي.
د دې پروژې له مخې به د. . .

BACK TO NEWS