د رهبري شورا غونډه ترسره شوه.

zabu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۱ - ۱۲:۱۶
as

 

د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو په مؤسسه کې د مؤسسې د رهبري شورا غونډه په داسې حال کي وشوه، چې پر مهال ئې د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس الحاج روح الله مشال، علمي او محصلانو چارو مرستیال نوماند پوهنیار مولوي بهاؤالحق عزام، د پو هنځیو رئیسانو او نورو غړو حضور درلود.

یاده غونډه چې د قرآن عظیم شان د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ په سر کې یې د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د رئیس الحاج روح الله مشال له لوري د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل شو او د غونډې اجنډا يې ګډونوالو ته بیان کړه.

وروسته د ګډون والو له لورې د اجنډا مطابق پر ځینو مواردو باندې بحث وشو، چې په کې د شرعیاتو پوهنځی د استادانو د علمي سفر، د اداري کارمندانو ظرفیت لوړونه، د معاونیتونو او پوهنځیو نیازمندۍ او داسې نورو موضوعاتو باندې خبرې وشوې.

د غونډي په پای کې د ګډون والو له لوري پر ځينو متفرقه مسائلو باندې بحث وشوو، وروسته غونډه د دعا په ویلو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۱۲:۱۲
Background image

د امام  صاحب مناقب تر عنوان لاندې سمینار استادانو او اداري کارمندانو ته وړاندې شو

.

نن ورځ چهار شنبه چې د ۱۴۰۴/۶/۱۲نیټې سره سمون خوري د میرویس خان نیکه زابل پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له لورې  استادانو، اداري او خدماتي کارمندانو ته د امام صاحب مناقب تر عنوان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۱۲:۱۰
Background image

د «تیرو څېړنو ته کتنه» تر عنوان لاندې سمینار وړاندې شو.

 

 

د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پرمختیایي مرکز د انکشافي پلان لمخې د اقتصاد پوهنځي د استاد نوماند پوهنیار حمیدالله مبارز له لورې د مخکنیو آثارو د کتني تر عنوان. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۴:۵۵
Background image

د محصلینو تر منځ د والیبال درې ورځنۍ سیالۍ پیل شوې. 

د محصلینو تر منځ د والیبال درې ورځنۍ سیالۍ پیل شوې. 
 د میرویس خان نیکه زابل پوهنتون، د علمي او محصلانو چارو معاونیت د محصلینو د خدمتونو او همغږۍ عمومي مدیریت په نوښت د سپورټ د کمیټې. . .

BACK TO NEWS