زابل کې (اسد/زمري ۲۴مه) د یوې لویي غونډي په ترڅ کې ولمانځل شوه.

zabu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۲۵ - ۱۰:۲۲
as

د زابل ولایت مقام په مشرۍ د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسه، د اطلاعاتو او کلتور رياست، د پوهنې ریاست، ورزش آمریت او یو شمیر نورو ملکي ادارو په ګډي همغږۍ سره د اسد ۲۴مه له امریکایي ښکیلاک څخه د خلاصون او د سلامتې کفري نړۍ پر وړاندې د افغان ولس د بریا ورځ په یو لړ شانداره مراسمو او جشن سره ولمانځه.

ياده غونډه د زابل ولایت، قلات ښار، د ولایت مقام مخته منار چوک باندې د زابل ولايت مقام مرستيال مولوي محيب الله حماس، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس الحاج روح الله مشال، د زابل ولایت د علماؤ شورا د استازو، د ولایتي ادارو د مسؤلینو، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د استادانو، اداري کارکوونکو، زده کړیالانو او د ښوونځيو او مدارسو زده کوونکو، یو شمېر قومي مخورو، ورزشي لوبغاړو او ځوانانو په ګډون سره ولمانځل شوه.

په یاده غونډه کې خورا ارزښتمنې علمي، سیاسي او فکري ویناوې وشوې، لومړۍ د زابل ولایت مرستیال والي محب الله حماس صاحب په خپله وینا کې ټولو ته د همدې ورځې مبارکي وویله او دغه ورځ یې ستره او ارزښتمنه ورځ یاده کړه، همدا راز یې ټول افغانان غیرتمند او متحد ولس یاد کړل، ور پسې د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس الحاج روح الله مشال د اسد/زمري ۲۴مه د باطل پر وړاندې د حق بری یاد کړ او دغه ورځ یې د افغانستان او اسلام په تاریخ کې یوه ستره او ځلانده ورځ وښوده او ددې مقدسې فتحې په اهمیت یې خبري وکړې او همدارنګه یې د ازادۍ د ساتلو په اړه په خپلو خبرو کې زده کړیالان پر دې مکلف او مسؤل وګرځول، چې له همدغو تحصیلي مرکزونو څخه دې د مسلکي علمیت پر مټ د هر ظالم او او دښمن پر وړاندې مبارزه پیل کړي او همدا تحصیلي مرکزونه دي، چې په کې روزل شوي ځوانان له دښمن سره په سیاسي او نظامي ډګر کې مقابله کولای شي.

د خپلواکۍ د دريمي کليزي په دغه غونډه کې قومي مشرانو، جهادي قومندانانو او ښوونکو هم خبري وکړې او د خپلواکۍ پر اخيستلو او ساتلو یې تفصيلي خبري وکړې، د غونډي ترانه ويونکو بيا په خپلو خوږو ږغونو باندي د خپلواکۍ دترانو په ويلو سره غونډه نوره هم د ښکلا څخه برخمنه کړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۱۴:۴۷
Background image

د شرعیاتو پوهنځی محصلینو عدلیې ریاست ته علمي سفر وکړ

 

د میرویس خان نیکه پوهننتون، د شرعیاتو پوهنځی محصلینو، د فقه او قانون څانګې آمر مولوي سلطان شاه خالد او د اسلامي تعلیماتو څانګې آمر مفتي عبدالله شاکر په ملیتا سره د عدلیې ریاست ته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۵:۲۰
Background image

د لیلیې ودانۍ د پاتي چارو پروژه د ۳۲میلیونه افغانیو په ارزښت رسماً پیل شوه!!


د میرویس خان نیکه پوهنتون د لیلیې ودانۍ د پاتي چارو پروژه د ۳۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د لوړو زده کړو وزارت له لورې ترسره کیږي، کارونه یې رسماً پیل شوي دي.
د دې پروژې له مخې به د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د دوحې تړون کتاب سیالۍ د پایلو غونډه ترسره شوه

نن ورځ چهار شنبه چې د 1404/8/21نیټې سره برابره ده د میرویس خان نیکه پوهنتون د محصلینو ترمنځ د دوحې تړون په نامه کتاب کې ترسره شوې سیالي د پایلو غونډه ترسره سوه. یاده غونډه چې د قرآن. . .

BACK TO NEWS