Social media count

This block is broken or missing. You may be missing content or you might need to enable the original module.

میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې څخه په مسلکي او دیني روحیه سمبال ۱۶۰ تنه محصلان ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندي شول

zabu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۳ - ۱۰:۰
sa

د دوشنبې په ورځ، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د ښوونې او روزنې پوهنځی، اقتصاد پوهنځی او زراعت پوهنځی له بېلابيلو څانګو څخه ۱۶۰ تنه محصلان له څلور کلونو زده کړو وروسته فارغه شول، چې په همدې موخه د بادام ګل ماڼۍ د غونډو په عمومي تالار کې د فراغت شانداره مراسم ور ته جوړشوي ول، چې په کې د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو  مؤسسې مسئولانو، دزابل ولایت مرستیال والي، د دولتي او شخصي ادارو مسئولینو، استادانو، علماء کرامو او د فارغ شویو محصلینو د کورنیو غړو ګډون کړى وو.

غونډه چې د قرآن کریم د څو مبارکو آياتونو په تلاوت سره پیل شوه؛ په لومړی د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس الحاج روح الله مشال پیلېزه وینا وکړه او ټولو محصلینو، د هغوی والدینو، استادانو او د مؤسسې رهبری ته د مبارکي ترڅنګ د سکولريزم اړوند ګډون والو ته وینا وکړه او محصلینو ته یې د صورت او سیرت د رسول الله (صلی الله علیه سلام) په طریقه برابرولو وویل او زیاته یې کړه، چې میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د خپل لیرلید او رسالت له مخې سږ کال، د دریو پوهنځیو څخه ۱۶۰ تنه په مسلکي زده کړو او اسلامي روحیه سمبال محصلان ټولنې ته وړاندي کړل. 

وروسته د ښوونې او روزنې پوهنځی رئیس پوهنیار طاؤس خان هیوادمل، ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه؛ د خپلي پوهنځي پر تاریخچه او په ټولنه کښي یې، د ښوونې او روزنې پوهنځی د فارغانو پر رول خبري وکړلې؛ وروسته یې فارغان و نورو لوړو زده کړو ته وهڅول او پر مسئولانو ئې غږ وکړ، چي د هیواد په ټولو اداري چارو په ځانګړې توګه ښوونځیو او تعلیمي برخو کې دي، له دې ځوانې انرژۍ څخه ګټه واخیستله شي. ورپسې بیا د زابل ولایت مقام مرستیال والي الحاج مولوي محب الله حماس ټولو محصلینو ته د فراغت مبارکي وویل؛ دا یې د زابل او  میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې لویه لاسته راوړنه وبلله. وروسته یې عصری تعلیم د ټولنې ضرورت او په یاد تعلیم سره کولای شو هغه څه چې د یو نظام د بقا سبب کیږي را منځته کړو. 

دغه راز د کندهار پوهنتون رئېس الحاج شیخ مولوي عبدالرحمن طیبي ټولو فارغانو ته مبارکي وویله؛ ورپسې ئې فارغانو ته په اشاره وویل: تاسي بختور خلګ یاست، چي الله سبحان و تعالی پوهه در نصیب کړه؛ ځکه کله چي الله سبحان وتعالی ته څوک خوښ سي؛ نو الله سبحان و تعالی هغه ته روا پوهه ورکړي او د علم په ښایست ئې سمبال کړي. ښاغلې طیبي زیاته کړه، چي زموږ د پوهنتونونو فارغان دي، نه ناهیلي کیږي، ا.ا.ا مسلکي کادرونو ته اړتیا لري او ټول هغه تحصیل لرونکو ځوانانو ته به د کار زمېنه مساعده وي، چي اهل او لایق يي، هغه له فارغانو وغوښتل، چي تاسي د دې سپېڅلي نظام د دوام او ټینګښت په برخه کې هر یو خپل مسئولیت په ښه توګه اداء کړئ.

د غونډي په وروستیو کې، د زابل د اقتصاد ریاست رئیس مولوي حاجي امیر صاحب د تعلیم او تربیې، د زابل د پوهني ریاست په استازيتوب د یاد ریاست تدریسي مرستیال مولوي نصیر محصلانو ته د کاري فرصت چمتو کولو اړوند ویناوې وکړې. د غونډي په ورستیو کې ترانه ویونکو ترانې او یوه تمثیلي پارچه چې د علم په ارزښت برابره شوې وه، وړاندي شوه او غونډه د دعا په ویلو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۹:۳۵
Background image

د اقتصاد پوهنځي محصلینو د کندهار پوهنتون ته دوه ورځنی علمي سفر پای ته ورسېد


د میرویس خان نیکه پوهنتون-زابل، د اقتصاد پوهنځي محصلینو د استادانو په ملتیا سره د کندهار پوهنتون ته دوه ورځنی علمي سفر پای ته ورسېد.
د دې علمي سفر په لومړۍ ورځ، محصلینو د کندهار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۹:۳۲
Background image

د 1405کال کانکور ازموینه پیل سوه


نن ورځ په میرویس خان نیکه پوهنتون کې د زابل ولایت له سلګونو زده کوونکو څخه د 1405کال عمومي کانکور ازموینې بهیر  په داسي حال کې پرانیستل سو، چې پر مهال یې، د  پوهنتون رﺉیس مفتي عزیزالله. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۲۰:۳۸
Background image

محصلینو ته د منصوعي ځیرکتیا تر سرلیک لاندې سمینار وړاندې سو

 

نن ورځ د میرویس خان نیکه پوهنتون، محصلینو ته د معاصري ټکنالوژۍ سره د لا ښه بلدتیا په موخه، د مصنوعي ځيرکتیا تر سرلیک لاندې سمینار وړاندې سو.
دا مهم سمنیار د فزیک څانګې استاد پوهنیار. . .

BACK TO NEWS