د ۱۴۰۳هــ.ش کال د خزاني سمستر وروستۍ ازموینې پیل شوي

zabu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۵ - ۱۳:۲۸
as

نن پنج شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې، د څلورو واړو پوهنځیو، د ۱۴۰۳هــ.ش کال د خزاني سمستر وروستۍ ازموینې، د لوړو زده کړو وزارت د پریکړي مطابق ۱۴۰۳/۹/۱۵هــ.ش نیټه باندي پیل شوي.

د ازموینو په پیل غونډه کې، چې د مؤسسې رئیس، علمي او محصلانو چارو مرستیال او د پوهنځیو رئیسانو په کې برخه اخسیتي وه، د علمي او محصلانو چارو مرستیال محصلینو ته د ازموینو په شفافیت او په خپلو درسونو کې د کوښښ کولو وویل.

یادې ازموینې چې د ۱۴۰۳ کال خزاني سمستر نهائي ازموینې دي، تر درو اونیو به دوام وکړي او د ازموینو کمیټې له لوري به د یادو ازموینو بهیر، د شفافیت او نظارت په موخه وخت پر وخت څارل کیږي.

د یادونې وړه ده، چې همدارنګه د یادي غونډې په مهال، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې رهبري، یو لړ هغه محصلین، چې د کندهار پوهنتون د عامه اداري او پاليسي پوهنځی له لوري، د پاليسي د طرحي جوړولو په سیالۍ کې یې برخه اخیستې وه، د ځینو جوایزو په ورکولو سره تقدیر کړل.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۱۳:۲۲
Background image

د ازموینو عمومي کمیټې غړو د خزاني سمستر ازموینو له صحنو څخه لیدنه ترسره کړه.

د ازموینو عمومي کمیټې غړو د خزاني سمستر ازموینو له صحنو څخه لیدنه ترسره کړه.

نن   یک شنبه  چې د  ۱۴۰۴/۰۹/۱۶ نیټې سره برابره ده، د ازموینو د شفافیت، د نظم ساتلو او د محصلینو د علمي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۱:۳
Background image

استادانو ته د SPSS  او ډاټا تحليل اړوند درې ورځنی ورکشاپ پيل شو

 

د میرویس خان نیکه پوهنتون، د څيړنو او علمي مجلې آمريت له پلان سره سم د استادانو د ظرفيت لوړونې په موخه د ډاټا تحليل او SPSS په اړه درې ورځنی ورکشاپ پيل شو

یاد ورکشاپ د قرآنکريم په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۱۴:۴۷
Background image

د شرعیاتو پوهنځی محصلینو عدلیې ریاست ته علمي سفر وکړ

 

د میرویس خان نیکه پوهننتون، د شرعیاتو پوهنځی محصلینو، د فقه او قانون څانګې آمر مولوي سلطان شاه خالد او د اسلامي تعلیماتو څانګې آمر مفتي عبدالله شاکر په ملیتا سره د عدلیې ریاست ته. . .

BACK TO NEWS