د پسرلني سمستر وروستۍ ازموینې پای ته ورسېدې

zabu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۹ - ۱۱:۴۹
د پسرلني سمستر وروستۍ ازموینې پای ته ورسېدې

د پسرلني سمستر وروستۍ ازموینې پای ته ورسېدې
د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د ۱۴۰۴هـ ش کال د پسرلني سمستر وروستۍ ازموینې د لوړو زده کړو وزارت د هدایت او د یادې مؤسسې د پلان له مخې پای ته ورسېدې.
یادې ازموینې چې د ۱۴۰۴هـ ش کال د سرطان میاشتې په ۱۴نېټه پیل شوې وې، د مؤسسې د رهبري، استادانو او اداري کارمندانو په ګډه همکاري سره  پای ته ورسېدې. 
د ازموینو پر مهال د مؤسسې رهبري، استادانو او د ازموینو کمیټې د شفافیت، نظم او د معیارونو د رعایت  کولو لپاره په وخت سره خپلي هڅې ترسره کړې.
د یادونې وړ ده چې په دې سره د ۱۴۰۳ هــ ش تحصیلي کال پای ته ورسېدی او د ۱۴۰۴هـ ش کال لومړنی طاق سمستر به د اسد میاشتې په ۱۱مه نېټه پیل شي.
نېټه: ۱۴۰۴/۵/۹
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۰:۰
Background image

استادانو او اداري کارکوونکو ته د جهادي اثارو د ساتني ارزښت تر سرلیک لاندې سمینار وړاندې سو

استادانو او اداري کارکوونکو ته د جهادي اثارو د ساتني ارزښت تر سرلیک لاندې سمینار وړاندې سو
نن ورځ د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د پوهنتون ټولو استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو ته د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۶:۴۹
Background image

د شرعیاتو پوهنځی استادانو ته (په اسلامي علومو کې د علمي څېړنو میتودونه او تګلاري) تر سرلیک لاندې یو ورځنی سمینار وړاندي سو

د شرعیاتو پوهنځی استادانو ته (په اسلامي علومو کې د علمي څېړنو میتودونه او تګلاري) تر سرلیک لاندې یو ورځنی سمینار وړاندي سو
د څېړنو او علمي مجلې آمریت او عمومي کمیټې په ګډو هڅو سره د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۲۰:۵۱
Background image

د محصلینو ترمنځ د غشي ویشتلو سیالۍ پیل سوې!


نن ورځ، سه‌ شنبه، د میرویس خان نیکه پوهنتون د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ عمومي مدیریت او د بدني روزنې کمېټې په ګډو هڅو، د څلورو پوهنځیو ترمنځ د سید جمال‌الدین افغاني پوهنتون د غمیزې د. . .

BACK TO NEWS