د مونوګراف لیکنې نوي لارښود په اړه سمینار وړاندي شو.

zabu_admin
شنبه ۱۴۰۳/۴/۲۳ - ۱۱:۴
as

تیره چهار شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د غونډو په عمومي تالار کې د میرویس خان نیکه زابل دلوړو زده کړو مؤسسې د تحقیق او مجلې آمریت له لوري د مونوګراف لیکنې نوی لارښود اړوند سمینار د یادې مؤسسې و محصلینو ته په داسي حال کې وړاندي شو، چې په مهال یې د علمي او محصلانو چارو مرستیال نوماند پوهنیار بهاؤالحق عزام، د ښوونې او روزنې پوهنځی رئیس پوهنیار طاوس خان هیوادمل، د تحقیق او مجلې آمر پوهنیار انعام الله عابد او یو شمیر نور استادانو شتون درلود.

د سمینار پیل د قرانکریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره وشو او وروسته د تحقیق او مجلې آمر پوهنیار انعام الله عابد د پیل په وینا کې محصلین د مونوګراف نوی لارښود ارزښت څرګند او په محتوا یې د پوهېدو په اړه زده کړيالان پوره توجه او دقت ته راوبلل او ورپسي د ښوونې او روزنې پوهنځی رئیس پوهنیار طاوس خان هیوادمل د یاد لارښود اهميت او ارزښت او د څېړنې اړوند معلومات یې محصلینو ته وړاندې کړل.

ياد سمینار چې د پوهنیار انعام الله عابد او پوهنیار حکمت الله حقپال له لوري محصلینو ته وړاندي شو، په کې د مونوګراف لارښود شکلي او معنوي جوړښت، معیارونه، لارښوونې او د مونوګراف د نوی لارښود تطبیق باندي معلومات وړاندې شو او د سمینار په پای کې د محصلینو پوښتنو ته ځوابونه وویل شول.

وروسته سمینار د دوعا په ویلو سره پای ته ورسید.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۳:۱۹
Background image

د پوهنتون رﺉیس له استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو سره تعرفي ناسته وکړه.


نن ورځ د میرویس خان نیکه پوهنتون نوي رﺉیس محترم مفتي عزیز الله (طیب) صاحب د پوهنتون له ټولو منسوبینو سره تعرفي ناسته وکړه. 
یاده ناسته د محترم طیب صاحب په وینا پیل سوه، نوموړي د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۵۴
Background image

د میرویس خان نیکه پوهنتون لپاره نوی رئیس معرفي شو

د میرویس خان نیکه پوهنتون لپاره نوی رئیس معرفي شو.
نن شنبه د عالیقدر أمیرالمؤمنین حفظه الله د حکم په اساس مفتي عزیزالله طیب صاحب د میرویس خان نیکه پوهنتون لپاره د نوي رئیس په حیث مقرر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۳:۲۵
Background image

د ستراتیژیک پلان د څار او تدوین کمیټې میاشتنۍ غونډه ترسره شوه

د ستراتیژیک پلان د څار او تدوین کمیټې میاشتنۍ غونډه ترسره شوه
د میرویس خان نیکه پوهنتون په علمي او محصلانو چارو معاونیت کې د ستراتیژیک پلان د څار او تدوین کمیټې غونډه د علمي او محصلانو. . .

BACK TO NEWS