د اصلاحي بیانو په دوام سره نن بیا هم د اسلام له نظره د نوروز ورځې نمانځلو اړوند اصلاحي بیان وشو

zabu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱ - ۱۱:۲۱
ll

نن په میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسه کې د شرعیاتو پوهنځی د یو بل تن استاد مفتي نصیرالله وحدت صاحب له لوری د نوروز ورځې د نمانځلو اړوند اصلاحي بیان د یادې مؤسسې د غونډو په تالار کښې وړاندی شو، چې د مؤسسې استادانو او محصلینو په کښې ګډون کړی وو.

مفتي نصیرالله وحدت صاحب لومړی د اسلام د دین پر بهتروالۍ باندي په تفصیل سره و حاضرینو ته وینا وه کړه او وروسته یې د اسلام له نظره د نوروز د ورځې په اړه معلومات، د دغې ورځې حرمت او دې ورځو کې خوشحالي کولو هر اړخیز بحث وکړ او زياته يي کړه چې د نوي کال لمانځل حرام او ناروا دی! انس بن مالک رضی الله عنه وایې: کله چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) مدینې منورې ته راغی(هجرت یې وکړ) هلته په مدینه کې انصارو دوه ورځې (نوروز او مهرجان) نمانځلې، رسول الله (صلی الله علیه وسلم) ور څخه پوښتنه وکړه دا څه دي؟ صحابو کرامو وویل: یا رسو الله (صلی الله علیه وسلم) دا دوې ورځې دي چې موږ یې د پخوا( جاهلیت د دور) څخه لمانځو، رسول الله (صلی الله علیه وسلم) ورته و فرمایل: دا ورځي به نور نه نمانځئ، الله (جل جلاله) ددې په بدل کې تاسو ته دوه غوره د کوچني او لوی اختر ورځي درکړي چې ویې نمانځئ.

د نوي کال په نوم مراسم نمانځل د جاهیلت د زمانې دود وه چې وروسته مجوسیانو دا دود تر ننه پورې ژوندی ساتلی. د نوروز ورځ نمانځل، تبریکی ورکول، اوه قسمه میوه او خوراکونه تیارول, د دغی ورځی په مناسبت نوی او ښایسته جامی اغوستل، چاته هدیه او تحفه لیږل، رخصتی کول، دکارونو ځنډول, میلو، زیارتو او نورو ځایونو ته تلل قطعاً حرام دی. اسلام د نوروز د ورځې د نمانځلو څخه په ښکاره منع کړې ده، که د پوهیدو وروسته بیا هم څوک دا ورځ نمانځي یقیناً هغه به په ښکاره د اسلام سره د ښمني او داسلامي شریعت څخه سرغړونه کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۳:۲۵
Background image

د ستراتیژیک پلان د څار او تدوین کمیټې میاشتنۍ غونډه ترسره شوه

د ستراتیژیک پلان د څار او تدوین کمیټې میاشتنۍ غونډه ترسره شوه
د میرویس خان نیکه پوهنتون په علمي او محصلانو چارو معاونیت کې د ستراتیژیک پلان د څار او تدوین کمیټې غونډه د علمي او محصلانو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۱:۴۳
Background image

د میرویس خان نیکه پوهنتون د « ثالث عمر رح» ملي مجلې اجازه لیک ترلاسه کړ!

 

د استادانو د څېړنو او علمي مقالو د خپرولو په موخه د پوهنتون رهبري په هڅو سره، له لوړو زده کړو محترم وزارت څخه د پوهنتون لپاره د « ثالث عمر رح» په نوم ملي او علمي مجلې اجازه لیک. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۹:۲۹
Background image

د پوهنتون رهبري، استادانو او اداري کارکوونکو ته درې ورځنی اصلاحي سمینار پای ته ورسېد!


د لوړو زده کړو وزارت له هدایت سره سم د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د میرویس خان نیکه پوهنتون رهبري، استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو ته درې ورځنی اصلاحي سمینار نن ورځ پای ته ورسېد.
. . .

BACK TO NEWS