د زابل میرویس خان نیکه پوهنتون محصلینو پنځه ورځنی علمي سفر  پای ته ورسېد.

zabu_admin
Thu, Nov 06 2025 12:12 PM
د زابل میرویس خان نیکه پوهنتون محصلینو پنځه ورځنی علمي سفر  پای ته ورسېد.


نن پنج شنبه چې د ۱۴۰۴/۸/۱۵هـ ش نیټې سره برابره ده، د میرویس خان نیکه پوهنتون، د زرعت پوهنځی لسګونه تنه محصلینو پنځه ورځنی علمي سفر چې د ننګرهار پوهنتون ته یې پیل کړی و پای ته ورسېد.
محصلینو د دې پنځه ورځني علمي سفر په ترځ د ننګرهار پوهنتون د زراعت او وترنري پوهنځی له لابراتوارونو او څیړنیزو فارمونو څخه لیدنه، د ننګرهار ولايت د کانال رياست اړوند د فارم هډی د مالدارۍ فارم، ماهيانو فارم او د زيتونو د پروسيس فابريکې  څخه لیدنه وکړه او همدارنګه د ختیځ لبنیاتو اتحادیې اړوند د شیدو او محصولاتو کیفیت معلومول، بازار موندنه او پر شیدو محتلفي ازموینې کول، د حبیب حساب پولټري کمپلیکس کې د چرګانو د مختلفو عمرونو، دانو جوړولو اړوند عملي لیدنه او جوړول زده او له یادو برخه څخه لیدنه ترسره کړه.
د یادوني وړ ده چې د میرویس خان نیکه پوهنتون رهبري، د زرعت پوهنځی استادان او محصلین خوښ دي چې د ننګرهار پوهنتون رهبري او استادانو یې له محصلینو سره  په مختلفو برخو کې خپله همکاري او د هغوی ښه میلمه پالنه وکړه.
د نشراتو  او عامه پوهاوي عمومي مدیریت

Latest news

Tue, Sep 03 2024 4:20 PM
Background image

د پلان جوړونې او راپور ورکوونې اړوند سمینار وړاندي شو

نن ورځ سه شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پرمختیایي مرکز په کنفرانس خونه کې د کیفیت لوړاوي عمومي کمیټې له لوري د پوهنځیو رئیسانو، د څانګو آمرینو، د کمیټو. . .

BACK TO NEWS