د مالي او تدارکاتي کمیټې میاشتنۍ غونډه تر سره شوه.

نن ورځ سه شنبه چې د ۱۴۴۷/۲/۱۸نیټې سره برابره ده د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د مالي او تدارکاتي کمیټې میاشتنۍ نوبتواره غونډه په داسي حال کې ترسره شوه چې د مالي او اداري چارو مرستیال قاري محمد الدین آنس، د پوهنځیو رئیسانو او د کمیټې نورو غړو په یاده غونډه کې ګډون درلود.
غونډه د قرآن کریم په تلاوت سره پیل او وروسته د یادې کمیټې آمر د مالي او اداري چارو مرستیال د غونډې کډونوالو ته تر ښه راغلاست وروسته پیلیزه وینا وړاندې کړه،
وروسته د مالي او تدارکاتي کمیټې د غونډې ګډونوالو په نوبتوار ډول سره د اجنډا پر موضوعاتو باندې بحث وکړ او یو شمېر مهمې پریکړي يې وکړې.
پورته ذکر شوې غونډه د دُعا په ویلو سره پای ته ورسېده.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومې مدیریت.