د کرهڼې پوهنځي د استادانو مقاله نشر شوه!

zabu_admin
Tue, Jul 15 2025 3:05 PM
د کرهڼې پوهنځي د استادانو مقاله نشر شوه!

 

د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د کرهڼې پوهنځی د استادانو، پوهنیار ګل نبي نوري ، پوهنیار حاجي ګل همت، پوهنیار ضیاءالاسلام نوبهار او پوهنیار حیات الله تکل  مقاله د هلمند پوهنتون په علمي او څیړنیز ژورنال کې نشر شوه.

 یاده مقالهچې د (Effects of different litter materials on growth performance of broiler chickens )

تر عنوان لاندې څېړل شوې وه، د هلمند پوهنتون په علمي او څېړنیز ژورنال کې نشر شوه، چې په یاده مقاله کې د مختلفو بستر موادو اغېزې د برویلر چرګانو پر ودې باندې څېړل شوې دي. دا څېړنه د چرګانو پالنې په برخه کې یو مهم علمي ګام بلل کېږي، د کرهڼې او حیواني تولید په برخه کې د محصلینو، څېړونکو او کاروباریانو لپاره ګټور معلومات وړاندې کوي.

د یادې مقالې نشر د زابل د لوړو زده کړو مؤسسې لپاره یوه علمي لاسته راوړنه ده چې د دې مؤسسې د استادانو د هڅو، زحمتونو او علمي ژمنتیا څرګندونه کوي. د مؤسسې رهبري او ستادان دا علمي بریا ستایې او تمه څرګندوي چې نورې هم ورته څېړنیزې هڅې دوام ومومي.

نیټه ۱۴۰۴/۴/۲۴

د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي مدیریت

Latest news

Tue, Sep 03 2024 4:20 PM
Background image

د پلان جوړونې او راپور ورکوونې اړوند سمینار وړاندي شو

نن ورځ سه شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پرمختیایي مرکز په کنفرانس خونه کې د کیفیت لوړاوي عمومي کمیټې له لوري د پوهنځیو رئیسانو، د څانګو آمرینو، د کمیټو. . .

BACK TO NEWS