د مالي او تدارکاتي کمیټې میاشتنۍ غونډه تر سره شوه.

zabu_admin
Wed, Jun 18 2025 3:54 PM
مالي

نن ورځ چهار شنبه چې د ۱۴۴۶/۱۲/۲۱نیټې سره برابره ده د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د مالي او تدارکاتي کمیټې میاشتنۍ نوبتواره غونډه په داسي حال کې ترسره شوه چې د مالي او اداري چارو مرستیال، د پوهنځیو رئیسانو او د کمیټې نورو غړو په یاده غونډه کې ګډون درلود.

 

 غونډه د قرآن کریم په تلاوت سره پیل او وروسته د یادې کمیټې آمر د مالي او اداري چارو مرستیال  قاري محمد الدین  (انس)  د غونډې کډونوالو ته د ښه راغلاست وروسته پیلیزه وینا وړاندې کړه،

وروسته د مالي او تدارکاتي کمیټې د غونډې ګډونوالو په نوبتوار ډول سره د اجنډا پر موضوعاتو باندې بحث وکړ او یو شمېر مهمې پریکړي يې وکړې.

پورته ذکر شوې غونډه د دُعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Tue, Sep 03 2024 4:20 PM
Background image

د پلان جوړونې او راپور ورکوونې اړوند سمینار وړاندي شو

نن ورځ سه شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پرمختیایي مرکز په کنفرانس خونه کې د کیفیت لوړاوي عمومي کمیټې له لوري د پوهنځیو رئیسانو، د څانګو آمرینو، د کمیټو. . .

BACK TO NEWS