د کمپیوټر زده کړې لنډ مهاله کورسونه پیل شول

د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د بریښنایي زده کړو عمومي کمیټې له لوري د کمپیوټر زده کړې لنډ مهاله کورسونه پیل شول. د یادو کورسونو د پرانیستې په مراسمو کې د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د علمي او محصلانو چارو مرستیال، د محصلینو د انسجام او همغږۍ عمومي مدیر، استادان او یو شمېر محصلین ګډون درلود.
غونډه د محصلینو د انسجام او همغږۍ عمومي مدیر له لوري د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه، وروسته د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې علمي او محصلانو چارو مرستیال محصلینو ته د وینا پر مهال د کمپیوټر زده کړې ارزښت او اړتیا ته اشاره وکړه، ویې ویل چې د معلوماتي ټکنالوژۍ له مهارتونو پرته نننۍ تعلیمي او مسلکي پرمختیا ممکنه نه ده. نوموړي ټینګار وکړ چې دغه کورسونه به د محصلینو د علمي پیاوړتیا تر څنګ، هغوی ته د عملي کار او مسلکي ژوند لپاره هم لازم مهارتونه ور زده کړي. محصلینو له دې نوښت څخه خوښي وښوده او ژمنه یې وکړه چې له دغو زده کړو به اغېزمنه ګټه پورته کړي.