د (۱۴۰۳) کال خزاني سمسټر وروستیو ازموینو له جریان څخه نظارت ترسره شو

zabu_admin
Sat, Dec 07 2024 3:25 PM
as

د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس، محصلانو چارو مرستیال او د محصلانو چاروعمومي مدیر د ازموینو ښه ترسره کېدلو په پار د مختلفو پوهنځیو د ازموینو له صحنو څخه نظارت تر سره کړ.

د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس ښاغلي الحاج روح الله مشال، محصلانو چارو مرستیال ښاغلي نوماند پوهنیار بهاؤالحق عزام او د محصلانو چارو عمومي مدیر عبدالحق سبحاني د بېلابېلو پوهنځیو د ازموینو له صحنې څخه له نیږدې لیدنه وکړه او د مؤسسې محصلینو ته یې د شفافیت، امانتدارۍ، نظم او ډسپلین په اړه ډاډ ورکړ؛ همدارنګه د نظارت په جریان کې ټولو استادانو ته د ازموینو اخیستلو اړوند د پوره شفافیت د شتونوالي اړوند اړینې سپارښتنې وکړې، چې استادانو لخوا د پوره روڼتیا او شفافیت اطمینان ورکړل شو.

د یادلو وړ ده چې د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د (۱۴۰۳) کال خزاني سمستر وروستي ازموینې د پنجشنبې ورځ په پوره شفافیت او ډاډ منه فضاء کې پیل شوي دي.

Latest news

Tue, Sep 03 2024 4:20 PM
Background image

د پلان جوړونې او راپور ورکوونې اړوند سمینار وړاندي شو

نن ورځ سه شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پرمختیایي مرکز په کنفرانس خونه کې د کیفیت لوړاوي عمومي کمیټې له لوري د پوهنځیو رئیسانو، د څانګو آمرینو، د کمیټو. . .

BACK TO NEWS