د نظم او ډسپلین د طرزالعمل تر عنوان لاندې و محصلینو ته د پوهاوي سمینار وړاندي شو

zabu_admin
Tue, May 07 2024 10:52 AM
as

نن سه شنبه د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د غونډو په تالار کې د نظم او ډیسپلین تر نامه لاندې سمینار، د مؤسسې و محصلینو ته په داسي حال کې وړاندی شو چې پر مهال یې د مؤسسې استادانو، د پوهنځیو رئیسانو او محصلینو شتون درلود.

سمینار د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل او په لومړي سر کښې د شرعیاتو پوهنځی رئیس مولوی عبدالصمد سیال له خوا و محصلینو ته په پیلزه وینا کې د اسلام له نظره د افرادو ترمنځ د نظم او ښه چلند پر اهمیت او ارزښت باندي خبرې وکړې.

وروسته د ښوونې او روزنې پوهنځی رئیس پوهنیار طاوس خان هیوادمل له لورې سمینار وړاندي شو، د مؤسسې د پیژندنې اړوند معلومات، د نظم او ډیسپلین لایحه او د یادې لایحې څخه د سرغړونې په صورت کې مجازات هغه موضوعات ول، چې په تفصیل سره ورباندې معلومات وړاندي شول.

سمینار د دوعا په ویلو سره پای ته ورسیده.

Latest news

Tue, Sep 03 2024 4:20 PM
Background image

د پلان جوړونې او راپور ورکوونې اړوند سمینار وړاندي شو

نن ورځ سه شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پرمختیایي مرکز په کنفرانس خونه کې د کیفیت لوړاوي عمومي کمیټې له لوري د پوهنځیو رئیسانو، د څانګو آمرینو، د کمیټو. . .

BACK TO NEWS