د علمي څیړنې لپاره د عنوان ټاکلو تر سرلیک لاندي سمینار وړاندي شو.

zabu_admin
Sat, May 25 2024 10:28 AM
sa

تیره چهار شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پرمختیایي مرکز په کنفرانس خونه کې د علمي څیړنې لپاره د عنوان د ټاکلو تر سرلیک لاندي یو ورځنی سمینار د یادې مؤسسې استادانو ته وړاندي شو.

سمینار د قرآن عظیم الشان د مبارکو آیاتونو په تلاوت کولو سره پیل شو، وروسته د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پرمختیایي مرکز آمر نوماند پوهنیار عبدالنافع همت له لوري د يوې علمي څیړنې لپاره د عنوان د ټاکلو تر سرلیک لاندي یو ورځنی دوه ساعته سمینار وړاندي شو.

په سمینار کې د څیړنیز عنوان پر پيژندنې، اهمیت، دندو، د یو ښه عنوان پر ځانګړنو، په عمومي ډول سره د عنوانونو پر ډولونو، د ساختمان په اساس د عناوینو پر اقسامو، په عنوان کې د کلام د آجزاؤ پر رول او هغه شیان چې د عنوانونو په ټاکلو کې باید ترې ډډه وشي د برخوالو سره هر اړخیز معلومات شریک شول.

د سمینار په پای کې د څیړنې لپاره عنوان لیکلو، موضوع، د عنوان ټاکلو مراحل او د مخکې چاپ شویو مقالو د ماډلونو په ښودلو د ګډونوالو سره معلومات شریک او د استادانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل شول. سمینار د دعا په ویلو سره پای ته ورسید.

Latest news

Tue, Sep 03 2024 4:20 PM
Background image

د پلان جوړونې او راپور ورکوونې اړوند سمینار وړاندي شو

نن ورځ سه شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پرمختیایي مرکز په کنفرانس خونه کې د کیفیت لوړاوي عمومي کمیټې له لوري د پوهنځیو رئیسانو، د څانګو آمرینو، د کمیټو. . .

BACK TO NEWS