محصلین مو د هیواد په کچه د ممتازو محصلینو په قطار کې

zabu_admin
Sat, Jun 08 2024 10:08 AM
as

محصل محمد ایوب عمري، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې، د اقتصاد پوهنځی د څلورم ټولګی محصل، د هیواد په کچه د ممتازو محصلینو ترمنځ، د لوړو زده کړو وزارت له لورې د هيواد د ټولو اما،ر،تي تحصیلي بنسټونو، دیني جامعاتو او مدار،سو فا،ضلانو او محصلينو په ستاین غونډه کې د ا.ا،.ا لوړ پوړو مسؤلینو په حضور کې وستایل شو.

میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسه ویاړي چې محصلین یې د هیواد په کچه د ممتازو محصلینو په قطار کې راځی او ښاغلي عمري ته د یادې لاس ته راوړنې د مبارکی تر څنګ هغه ته په راتلونکې کې د لا هڅو او کامیابۍ هیله لري. میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسه د خپلو زیارکښه استادانو د هلو ځلو او هڅو پر مټ دا ژمنه کوي چې هر وخت او هرکله به په علمي ډګر کې د عمري په شان ځیرک او لایق محصلین ټولنې ته وړاندي کړي.

Latest news

Tue, Sep 03 2024 4:20 PM
Background image

د پلان جوړونې او راپور ورکوونې اړوند سمینار وړاندي شو

نن ورځ سه شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پرمختیایي مرکز په کنفرانس خونه کې د کیفیت لوړاوي عمومي کمیټې له لوري د پوهنځیو رئیسانو، د څانګو آمرینو، د کمیټو. . .

BACK TO NEWS