مسلکي پرمختیایې مرکز

د مسلکي پرمختيايي مرکز د آمر لايحه

 

 

ليرلید: مسلکي پرمختيايي مرکز به د سيمي په کچه د کادري علمي غړيو او ادارې کارمندانو د علمي او مسلکي وړتياوو د پرمختيا يو مخکښ مرکز وي.

 

رسالت: مسلکي پرمختيايي مرکز به د علمي کادري غړيو او ادارې کارمندانو ته د هر اړخيزو ضروري سرچينو په کارولو سره نوي مهارتونه، عصری ميتودونه، رهبري، څيړنې، تاليف او ژباړې تخنيکونه او علمي تجربي ليږدوي.

 

موخې:

  1. د څيړنې، تاليف او ژباړې په برخه کې د تجربو انتقالول.
  2. د معلوماتي ټکنالوژي د استعمال په برخه کې د استادانو او ادارې کارمندانو ظرفيت لوړول.
  3. د عصري ميتودونو په برخه کې د استادانو کيفيت لوړول.
  4. د رهبري مهارتونه ته وده ورکول.
  5. د استادانو او ادارې کارمندانو لپاره د ظرفيت لوړاوي په موخه مختلف سمينارونه، ورکشاپونه او کنفرانسونو لپاره زمينه سازي کول او همدارنګه د هغوي دایرول.
  6. د روزنيزو پروګرامونو د دايرولو له لارې د عوايدو لاسته راوړل.