میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د علمي شورا شپږمه(۶) ګڼه غونډه تر سره شوه
نن پنجشنبه ۱۴۴۵/۶/۲۹ هـ ق کال چې د ۱۴۰۲/۱۰/۲۱ نیټې سره سمون لري د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې علمي شورا غونډه د مؤسسې د رئیس تر رهبري لاندې دائره شوه.
مجلس په داسي حال کې تر سره شو، چي د علمي او محصلانو چارو سرپرست مالي او اداري چارو مرستیال، د پوهنځیو رئیسانو، څانګو، څیړنې، مسلکي پرمختیا مرکز، تضمین کیفیت او استادانو چارو آمرینو پکې ګډون درلود.
غونډه د قرانکریم په تلاوت باندې پیل وروسته د مؤسسې رئیس د تېرې شورا د پریکړو پر تطبیق خبره وکړه او ورپسې د اجنډا مطابق پر ذکر شویو موضوعاتو له بحث او خبرو وروسته د غونډې د ګډونوالو له لورې لازمې پرېکړې وشوې.
څرنګه چې میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسه د تضمین کیفیت لومړۍ مرحلې د اخیستلو په حالت کې ده، او مؤسسې ته د بازنګراني هیئت راتلونکی دی، نو د مؤسسې د رئیس له لورې نوموړي هیئت سره د نظارت په برخه کې د همکارۍ او سهولتونو د برابرولو باندې خبرې وشوې.
او مجلس د دعائیې په ویلو سره پایته ورسېد.