د زابل پوهنتون د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د تدوین په موخه له ولایتي ریاستونو سره مشورتي ناستي  وسوې

zabu_admin
Sun, Nov 01 2026 1:53 PM
ولایتي ادارې


د میرویس خان نیکه پوهنتون د علمي او محصلانو چارو معاونیت تر چتر لاندې، د پوهنتون د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د تدوین په موخه د زابل ولایت د ولایتي ادارو له مسؤلینو سره مشورتي ناستي وسوې.
د پوهنتون د علمي، اداري او پراختیايي چارو د پیاوړتیا او د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د یوې روښانه او اغېزمنې پرمختیايي تګلارې د جوړولو په موخه، د پوهنتون د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د تدوین بهیر پیل سو. د دې بهیر په لړ کې به هڅه وشي چې د پوهنتون ستراتیژیک پلان د هېواد د واقعي اړتیاوو، علمي معیارونو او پرمختیايي لومړیتوبونو پر اساس تدوین او  د مسلکي کادرونو د روزنې، د علمي څېړنو د پراختیا او د ټولنې د اړتیاوو  پوره کول پکې شامل سي.
د یاد پلان د تدوین په موخه، د پوهنتون د رهبري غړو د زابل ولایت اړوند  ولایتي ادارو، سره د مشورو او نظریاتو د راټولولو بهیر پیل کړی، څو د هغوی اړتیاوې، لومړیتوبونه او وړاندیزونه د پوهنتون په راتلونکي پنځه کلن ستراتیژیک پلان کې ځای پرځای  سي. له ولایتي ادارو سره همغږي د دې پلان له مهمو برخو څخه ده؛ ځکه د پوهنتون او اړوندو ادارو ترمنځ همکاري کولای سي د علمي او مسلکي ظرفیتونو د لوړولو، د کار بازار د اړتیاوو د تشخیص او د ګډو پروګرامونو د پلي کولو  فرصتونه برابر کړي.
نېټه: شنبه 1405/8/9
د نشراتو او عامه اړیکو مدیریت.

Latest news

Tue, Sep 03 2024 4:20 PM
Background image

د پلان جوړونې او راپور ورکوونې اړوند سمینار وړاندي شو

نن ورځ سه شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پرمختیایي مرکز په کنفرانس خونه کې د کیفیت لوړاوي عمومي کمیټې له لوري د پوهنځیو رئیسانو، د څانګو آمرینو، د کمیټو. . .

BACK TO NEWS