د زابل پوهنتون استادانو د علمي سیر په ترڅ کې د کاردان خصوصي پوهنتون څخه لیدنه وکړه 

zabu_admin
Mon, Oct 19 2026 9:33 AM
زابل ملي

د زابل پوهنتون استادانو د علمي سیر په ترڅ کې د کاردان خصوصي پوهنتون څخه لیدنه وکړه 
د میرویس خان نیکه پوهنتون استادانو د علمي او څېړنیزو همکاریو د پیاوړتیا په موخه د کاردان خصوصي پوهنتون څخه لیدنه ترسره کړه.
د یادې لیدنې په ترڅ کې د کاردان خصوصي پوهنتون د دعوت او ارشاد، څیړنو امریت،  استادانو چارو امریت، کیفیت لوړونې امریت،کتابتون، کمپیوټرلېب، کریمنال تخنیک، بېلابېلو پوهنځیو او اړوندو علمي او اداري مرکزونو څخه لیدنه وکړه. د لیدنې پر مهال د یادو برخو د فعالیتونو، اداري جوړښتونو او د علمي چارو د تنظیم په اړه معلومات وړاندې سول او د دواړو پوهنتونونو ترمنځ د تجربو تبادله ترسره سوه. 
د یادې لیدنې موخه د استادانو د مسلکي وړتیاوو لوړول، د څېړنیزو فعالیتونو پیاوړتیا او د لوړو زده‌کړو په برخه کې د نوو تجربو او میتودونو څخه ګټه اخیستل وو. 
د میرویس خان نیکه پوهنتون اداره هڅه کوي چې د علمي او څېړنیزو سفرونو له لارې د خپلو استادانو علمي ظرفیتونه پیاوړي کړي، د معیاري زده‌کړو لپاره نوې لارې چارې ولټوي او د هېواد له نورو علمي بنسټونو سره د اړیکو او همکاریو زمینه پراخه کړي. 
نېټه: یک شنبه 1448/5/6-1405/7/26
د نشراتو او عامه اړیکو مدیریت.

Latest news

Tue, Sep 03 2024 4:20 PM
Background image

د پلان جوړونې او راپور ورکوونې اړوند سمینار وړاندي شو

نن ورځ سه شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پرمختیایي مرکز په کنفرانس خونه کې د کیفیت لوړاوي عمومي کمیټې له لوري د پوهنځیو رئیسانو، د څانګو آمرینو، د کمیټو. . .

BACK TO NEWS