د هلمند پوهنتون پلاوي د میرویس خان نیکه پوهنتون څخه لیدنه وکړه 

zabu_admin
Mon, Aug 10 2026 11:41 AM
له زابل پوهنتون څخه لیدنه

د هلمند پوهنتون پلاوي د میرویس خان نیکه پوهنتون څخه لیدنه وکړه 
د هلمند پوهنتون یو شمېر اداري کارکوونکو د اداري تجربو د شریکولو او د پوهنتونونو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا په موخه له میرویس خان نیکه پوهنتون-زابل  څخه رسمي لیدنه وکړه.
د هلمند پوهنتون اداري پلاوي چې مشري یې د محصلانو چارو آمر مولوي عبدالقدوس حنفي کوله لومړی د میرویس خان نیکه پوهنتون له رﺉیس مفتي عزیزالله طیب سره مجلس وکړ، چې پرمهال یې مفتي طیب صاحب یاد پلاوي ته ښه راغلاست ووایو او خوښي يې څرګنده کړه چې د هلمند پوهنتون پلاوی د خپل سفر په ترڅ کې د میرویس خان نیکه پوهنتون څخه لیدنه ترسره کوي او د پوره همکارۍ ډاډ یې ورکړ، ورپسې یاد پلاوي  د خپل سفر بهیر، موخي او لاسته راوړنې شریکي کړې.
وروسته  یاد پلاوی د بېلابېلو اړوندو اداري بخشونو او اړوندو مدیرانو  سره لیدنې ترسره کړې، چې په ترڅ کې یې د اداري چارو او کاري تجربو د شریکولو  په اړه خبرې او نظرونه شریک کړل.
نېټه: دو شنبه1405/5/19
د نشراتو او عامه اړیکو مدیریت.

Latest news

Tue, Sep 03 2024 4:20 PM
Background image

د پلان جوړونې او راپور ورکوونې اړوند سمینار وړاندي شو

نن ورځ سه شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پرمختیایي مرکز په کنفرانس خونه کې د کیفیت لوړاوي عمومي کمیټې له لوري د پوهنځیو رئیسانو، د څانګو آمرینو، د کمیټو. . .

BACK TO NEWS