استادانو او اداري کارکوونکو ته د جهادي اثارو د ساتني ارزښت تر سرلیک لاندې سمینار وړاندې سو

zabu_admin
Tue, May 05 2026 10:00 AM
د جهادي اثارو سمینار

استادانو او اداري کارکوونکو ته د جهادي اثارو د ساتني ارزښت تر سرلیک لاندې سمینار وړاندې سو
نن ورځ د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د پوهنتون ټولو استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو ته د جهادي اثارو د ساتني  ارزښت تر سرلیک لاندې سمینار وړاندې سو.
یاد سمینار د مؤذن او مبلغ مولوي محمد اسحاق (مجاهد) له لوري وړاندې سو، نوموړي  د سمینار د وړاندې کولو پرمهال، د جهادي اثارو تعریف د نصوصو په رڼا کې،د جهادي اثارو د ساتني ارزښت له ادبي، تاریخي او اجتماعي پلوه، د جهادي اثارو د له منځه تلو خطرونه او د جهادي اثارو د ساتني په اړه زموږ مسؤلیت باندي مفصل معلومات له ګډونوالو سره شریک کړل.
یاد سمینار په دعا سره پای ته ورسېد.
نېټه: سه شنبه1405/2/15
د نشراتو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت

Latest news

Tue, Sep 03 2024 4:20 PM
Background image

د پلان جوړونې او راپور ورکوونې اړوند سمینار وړاندي شو

نن ورځ سه شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پرمختیایي مرکز په کنفرانس خونه کې د کیفیت لوړاوي عمومي کمیټې له لوري د پوهنځیو رئیسانو، د څانګو آمرینو، د کمیټو. . .

BACK TO NEWS