د ستراتیژیک پلان د څار او تدوین کمیټې میاشتنۍ غونډه ترسره شوه

zabu_admin
Wed, Apr 08 2026 1:25 PM
غونډه

د ستراتیژیک پلان د څار او تدوین کمیټې میاشتنۍ غونډه ترسره شوه
د میرویس خان نیکه پوهنتون په علمي او محصلانو چارو معاونیت کې د ستراتیژیک پلان د څار او تدوین کمیټې غونډه د علمي او محصلانو چارو د مرستیال په مشري ترسره شوه.
یاده غونډه د قرآن کریم په تلاوت سره د اجنډا مطابق پیل او ورپسې د یادې کمیټې آمر د غونډې ګډونوالو ته تر ښه راغلاست وروسته خپله وینا وړاندې کړه.
وروسته د ستراتیژیک پلان کمیټې ټولو غړو له لوري پر یو لړ موضوعاتو باندې بحثونه ترسره شول، چې پکې د ۱۴۰۵ کال لپاره د ستراتيژیک پلان (تطبیقي، له تطبیقي پلان څخه د نظارت پلان او  نظارت فورم او هم د نوي ستراتیژیک پلان د تدوین عملیاتي) پلانونه تائید شول او له پوهنځیو څخه د نوي ستراتیژیک پلان لپاره د مهمو مواردو په راټولولو باندې پریکړې وشوې او ياده ناسته په دعاء سره پای ته ورسېده.
نیټه:  چهار شنبه 1405/1/19هـ ق
د نشراتو، او عامه پوهاوي عمومي مدیریت

Latest news

Tue, Sep 03 2024 4:20 PM
Background image

د پلان جوړونې او راپور ورکوونې اړوند سمینار وړاندي شو

نن ورځ سه شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پرمختیایي مرکز په کنفرانس خونه کې د کیفیت لوړاوي عمومي کمیټې له لوري د پوهنځیو رئیسانو، د څانګو آمرینو، د کمیټو. . .

BACK TO NEWS