د پوهنتون رهبري، استادانو او اداري کارکوونکو ته درې ورځنی اصلاحي سمینار پای ته ورسېد!

zabu_admin
Tue, Jan 20 2026 9:29 AM
سمینار


د لوړو زده کړو وزارت له هدایت سره سم د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د میرویس خان نیکه پوهنتون رهبري، استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو ته درې ورځنی اصلاحي سمینار نن ورځ پای ته ورسېد.
دا درې ورځنی اصلاحي سمینار چې دوه ورځې وړاندې پیل شوی وو، د زابل ولایت د مختلفو شیوخو کرامو له لوري د سمینار موضوعات وړاندې او سمینار له پلان سره سم بشپړ شو.
د یاد سمینار د وروستۍ ورځې درس د پوهنتون رئیس مفتي وقایت الله (وقار) پیل کړ، نوموړي د اتفاق او اتحاد په اهمیت او همدارنګه د تعصب په زیانونو باندې خپل معلومات د سمینار ګډونوالو ته وړاندې کړل.
ورپسې مولوي عبدالباري آغا صاحب د محصلینو او نظام په وړاندې د استاذ مسؤليت تشریح کړ، همدارنګه د جهاد فضائل، اهمیت او د مسلمانانو د ضعف لاملونه د محترم مولوي آمان الله صاحب له لوري وړاندې شول.
د یاد سمینار د موضوعاتو په دوام وروستنۍ موضوع د مولوي برات صاحب له لورې وړاندې شوه، نوموړي د مسؤلیت احساس، امانتداري او د خیانت مذمت اړوند مفصل بحث وکړ.
دا درې ورځنی اصلاحي سمینار د دعا په ویلو سره پای ته ورسېد.
نېټه: دوشنبه1404/10/29
د نشراتو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.

Latest news

Tue, Sep 03 2024 4:20 PM
Background image

د پلان جوړونې او راپور ورکوونې اړوند سمینار وړاندي شو

نن ورځ سه شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پرمختیایي مرکز په کنفرانس خونه کې د کیفیت لوړاوي عمومي کمیټې له لوري د پوهنځیو رئیسانو، د څانګو آمرینو، د کمیټو. . .

BACK TO NEWS