د تحقیقاتي فارم پروژې کارونه په منظم ډول جریان لري

zabu_admin
Thu, Nov 06 2025 11:26 AM
د تحقیقاتي فارم پروژې کارونه په منظم ډول جریان لري

د تحقیقاتي فارم پروژې کارونه په منظم ډول جریان لري
د میرویس خان نیکه پوهنتون د زرعت پوهنځی اړوند د تحقیقاتي فارم پروژه چې د ۱۰ لس میلیونه افغانیو په ارزښت سره څو ورځي وړاندې پیل شوه، کارونه یې په چټکي سره دوام لري.
 یاده پروژه چې د کرنیزو زده کړو د پیاوړتیا، علمي څېړنو او عملي تجربو د پراخولو په موخه پیل شوې، اوس مهال یې د مختلفو برخو لکه اداري تعمیر،  ۷۰۰۰۰ اویا زره لیتره د اوبو زخیره، د برق سیستم او د ځمکي هواري چاري د مالي او اداري چارو مرستیال او د زیربنا عمومي مدیر تر څارني لاندې ترسره کیږي.
د زراعت پوهنځي مسؤلین وايي چې دا فارم به نه یوازې د محصلینو لپاره یوه عملي لابراتوار وي، بلکې د سیمې کروندګرو ته به هم له علمي اړخه ګټور معلومات وړاندې کړي، همداراز هیله څرګندېږي چې د یادې پروژې په بشپړېدو سره به د زراعت پوهنځي ظرفیتونه لا پیاوړي شي او د زابل ولایت د کرنې سکتور ته به نوي علمي امکانات برابر شي.
د نشراتو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.

Latest news

Tue, Sep 03 2024 4:20 PM
Background image

د پلان جوړونې او راپور ورکوونې اړوند سمینار وړاندي شو

نن ورځ سه شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پرمختیایي مرکز په کنفرانس خونه کې د کیفیت لوړاوي عمومي کمیټې له لوري د پوهنځیو رئیسانو، د څانګو آمرینو، د کمیټو. . .

BACK TO NEWS