محصلینو ته د (حقوقي لیکنې) تر عنوان لاندې درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد!

zabu_admin
Tue, Nov 04 2025 10:22 AM


د میرویس خان نیکه پوهنتون، د شرعياتو پوهنځی محصلينو ته د (حقوقي لیکنې) اړوند درې ورځنی ورکشاف چې دوه ورځی وړاندې پیل شوی وو، پای ته ورسېد.
یاد ورکشاپ چې د محصلینو د خدمتونو او همغږۍ ریاست په هدایت، شرعیاتو پوهنځی ریاست او محصلینو د خدمتونو او همغږۍ مدیریت په ګډه همکاري سره پیل شوی و، د شرعیاتو پوهنځی استاد مولوي احمد الله احمدي له لوري محصلینو ته د درو ورځو په جریان کې وړاندې شو.
د یادونې وړ چې د حقوقي لیکنې په دې درې ورځني ورکشاپ کې د شرعیاتو پوهنځی محصلینو ته د حقوقي لیکنې پیژندنه، د حقوقي لیکنې عمومي اهداف،حقوقي اصول او قواعد، حقوقي مسؤلیت، انتقادي تفكر او فرضيه، استدلال او داستدلال تحليل او تجزيه، حكايتي شواهد، لیکوالي او د ليکوالي مراحل، اغيزمنه ليكوالي، مقاله او برخې یې او دې ته ورته نور مضوعات وړاندې شي، چې په دې سره به محصلین د حقوقي لیکنې په برخه کې له بلدتیا، مهارت او یوې اصولي لیکوالي په اړه مفصل معلومات وړاندې شول.
د ورکشاپ په پای کې محصلینو خوښي څرګنده کړه چې دوی ته د ظرفیت لوړونې په برخه کې داسي مهم ورکشاپونه او سمینارونه وړاندې کیږي.
نېټه: ۱۴۰۴/۸/۱۳
د نشراتو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.

Latest news

Tue, Sep 03 2024 4:20 PM
Background image

د پلان جوړونې او راپور ورکوونې اړوند سمینار وړاندي شو

نن ورځ سه شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پرمختیایي مرکز په کنفرانس خونه کې د کیفیت لوړاوي عمومي کمیټې له لوري د پوهنځیو رئیسانو، د څانګو آمرینو، د کمیټو. . .

BACK TO NEWS