محصلینو ته  ( اعتماد پر نفس او انګېزه څه ده) تر عنوان لاندې یو ورځنی سمینار وړاندې شو.

zabu_admin
Mon, Nov 03 2025 1:50 PM
محصلینو ته  ( اعتماد پر نفس او انګېزه څه ده) تر عنوان لاندې یو ورځنی سمینار وړاندې شو.

 

د میرويس خان نيکه پوهنتون د محصلانو خدمتونو او همغږي آمریت اړوند د رواني مشورې ورکولو مرکز له لوري  محصلینو ته  ( اعتماد پر نفس او انګېزه څه ده) تر عنوان لاندې یو ورځنی سمینار وړاندې شو.

لومړی سمينار د قرآن کریم په تلاوت سره پیل او وروسته د یاد سمينار وړاندې کوونکې استاد نوماند پوهنار حميدالله احمدي  په پیلیزه وینا کې د سمينار اهمیت، اړتیا او د موضوعاتو اړوند وینا محصلینو ته وړاندې کړه.

همدارنګه نوموړي استاد په یاد سمینار کې د اعتماد پر نفس او انګېزې پر مفاهیمو، د هغې پر اهمیت، د شخصیت په جوړښت کې یې رول او د محصلینو په ژوند کې د اغېزمن استعمال څرنګوالي خبرې وکړې.

د سيمينار په پای کې ګډونوالو د موضوع د ارزښت ستاينه وکړه او غوښتنه يې وکړه، چې د دې ډول علمي او معلوماتي پروګرامونو لړۍ باید دوام ومومي، څو د محصلينو او ځوان نسل د فکري او اخلاقي روزنې بهیر ورسره پیاوړی شي.

نېټه: ۱۴۰۴/۸/۱۲

د نشراتو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.

Latest news

Tue, Sep 03 2024 4:20 PM
Background image

د پلان جوړونې او راپور ورکوونې اړوند سمینار وړاندي شو

نن ورځ سه شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پرمختیایي مرکز په کنفرانس خونه کې د کیفیت لوړاوي عمومي کمیټې له لوري د پوهنځیو رئیسانو، د څانګو آمرینو، د کمیټو. . .

BACK TO NEWS